IQNA

15:39 - June 02, 2017
د خبر لمبر: 3480527
نړیواله ډله: هر کله د دوه کلتورونو او تمدن سره ترکیب نه نوې او ځانګړې طریقې په مختلفو صنايعو کې پیدا کېږي چې د هغې نمونه د هنر په مختلفو برخو لکه معماري، موسيقي، انځورګری او هنرونو لکه باغباني او درزيتوب کې په څرګنده توګه کتلې کېږي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د هند کلتوری تحلیل او تاریخچه ۱۲۴ شمېره کې چې بمبئی کې د ایران کلتوری سازمان یوه نسخه یی ایکنا ته ورکړي په کې راغلې: د ایران او هند دوه تمدن همېشه له یو بل نه تاثیر اخیستلی او هم دا امر سبب شوي چې دا دواړه سره نږدې دي، معماري له هغه برخو نه یوه برخه ده چې د دې دواړو کلتورونو ترکیب په کې څرګنده دی.

د هند مسلمانان د خپل دینی دلیل ‍د پیغمبرانو علیهم السلام او د ائمه اطهار علیهم السلام انځور جوړول او مجسمه جوړول حرام ګڼې، نو هغې د فطری، الله ورکړې قوت او قدرت سره عمارتونو او تاریخي ودانيو جوړولو ته ملا تړې وه او په دې ودانیو کې له حجازی او هندسي نمونې کارولې دي.

د ګورکانیان د سلطنت په وخت کې په سراسر هند کې پرتمینه ودانۍ او قصرونه جوړ شوې وو، په ټولو ښارونو او سیمو کې جوړ شوی چې په کې قصرونه، بوستان، مدارس، معابد او قبرونه شامل دې چې دغه ټول د کتونکو او ننداره کوونکو لپاره د حیرت او تحسین وړ لري او اوس هم د انجنیري معماري عالي مدرسو کې پرې څېړنې کېږي.

د دې عمارتونو او ودانو جوړولو لپاره د ایران مشهور استادان به د هند پادشاهانو زړونه ګټلو لپاره به هند ته تلل او هلته به د پادشاهانو او مشرانو په پناه کې یی ښکلې او د آرام ژوند تېرولو او د هرات، اصفهان، شیراز، مشهد او سمرقند کې زدکړې علمونه یی په آګرا، دهلی، لاهور او لکهنو کې وکارول.

دا سبک په نهمه هجري کې د هند شمالي ښارونو د پادشاهانو قصر او جوماتونو او نورې ودانو کې د توجه مرکز ګرځېدلې او لږه موده پس د نورو ولایتونو مشرانو او پادشاهانو هم له دې نه استقبال وکړو او ځکه مونږ د دغه کارونو نمونې په اګرا او کشمیر کې هم وینو.

د اکبر شاه پادشاه(د هند د تاریخ له ټولو نه لوي پادشاه، لوي اکبر) په وخت کې کله چې مرکز یی له فتح پور(سیکری) نه آګراه (اکبر آباد) ته بدل کړو نو هلته یی ښکلې قصر او ودانۍ وکړې، د هغه وخت پادشاهانو سره منسوب قصر کې د رسمونو او انځورګرى نه استفاده سره کتبي لیکل، اسلیمی طرحو او هندسې رسمونو لکه قرینه جوړول، کنده کاری، مقرنس کاری په ډېرو کې د ګل او ګلونه جوړول او کتبي د ثلث، نسخ او نستعلیق خط کې لیکلې شوی او جوړې شوي دی.

باید په ګوته کړو چې هندو مهاراجو هم په خپل قصرونو او د آرام ځایونو کې هم د هند له اسلامی معماري نه استفاده کړې چې نمونې یی د هند په جنوب کې څرګنده دي.


http://iqna.ir/fa/news/3604159


د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: