IQNA

د امریکا ښار چې د رمضان په میاشته کې د شپې ویښ وې

17:09 - June 17, 2017
د خبر لمبر: 3480549
نړیواله ډله: د میشیګان ولایت «دیر بورن» ښار په امریکا کې د مسلمانانو د یوې سترې غونډې کوربه دی چې هر کال د رمضان المبارک په میاشته کې دا ښار د شپې ویښ وې او د ښار په هر ځای کې د رمضان احساس کولای شي.
د امریکا ښار چې د رمضان په میاشته کې د شپې ویښ وې

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د MEE خبرونو ویبپاڼې خپل راپور کې په دې اړه لیکلې: د شپو په دې ښار کې ترافیکي رش خپل اوج ته رسې خو ولی د افطار په وخت کې ښار خاموشه وې، د ښار د شیرینۍ دوکانونه ۲۴ ګنټي او د اونۍ اووه واړه ورځې خلاص وې او کافیانې همدارنګه د شپې تر ناوخته پورې کار کوې.

د خلکو کورونه هم د رمضان المبارک میاشته لمانځلو لپاره تر اختر شپې پورې سینګار شوې دی.

که څه هم د امریکا په نورو ولایتونو کې ځنې خلک د اسلام نه وېرولو په اړه هر اقدام ترسره کوې، په دې ښار کې د رمضان میاشته بې له ستونزو او خوشحالۍ سره ټول خلک ترسره کوې،

د رمضان سره تړلې مراسم دغه ښار کې غیر مسلمانان هم ځان ته جذب کوې، او دغه کسان د خپلو مسلمانانو ښاریزو مېلمستیا کې ګډون کوې.

د دغه ښار یو مسلمان نورهان مطار چې د مسلمانانو لپاره د خوړې تیارولو څارنې کې فعالیت کوې البته هغه د رمضان په میاشته کې د خوړې منوی کې بدلون راولې. په دې اړه وایئ: یوه په زړه پورې خبره دا ده چې د رمضان په میاشته کې د ورځې په رسټورانټو کې څوک نه وې، خو ولی دې میاشته کې خوړو باندې ډېر رش وې. هغې ټوله شپه خپل دوکانونه نه بنده وې، ځکه چې تازه خوږو ته مسلمانان ډېر اهمیت ورکوې.

نورهان مطار په ادامه تاکید وکړو: ډېر رسټورانټونه په دې میاشته کې له معمول په وخت خلاصېږي ځګه چې د خپل هر ورځه مشتريانو ته خپل خدمات وړاندې کړې. ځنې غیر مسلمانان د رمضان میاشته کې د رسټورانټ وختونو کې بدلون باندې حیران وې.

د ښار ملي موزه کې ننداره کوونکو ته افطاری هم ورکړي کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3609991


captcha