قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د البیان اماراتی ورځپاڼې نه په نقل، د قرآن کریم لیک نهمه نړیواله غونډه د دغه هیواد د کلتور، پرمختګ او ځوانانو وزارت په همت او د شیخ نهیان بن مبارک آل نهیان په شتون کې او د هغه حمایت سره په دبی کې پيل کېږي.
په دې غونډه کې د عرب او اسلامی نړۍ ۳۰ وتلې خطاط به له ۱۶ عربی او غیر عربی هیوادونو نه د قرآن کریم کامل نسخه لیکلو لپاره ګډون کوې او د قرآن کریم کامل نسخه به نهم کال لپاره لیکې؛ په دې کې به هر یو د قرآن کریم یو سپاره ثلث خطاطی کوې او دارنګه به امارات لومړۍ ځل د قرآن کریم قلمی نسخې صاحب شي.
محمد اوزجای له ترکی نه، عبدالرضا بهیه داوود الفرجاوی له عراق، مېرمنه عبیده محمد صالح البنکی له سوریه د قرآن کریم لیک دورې د داوري کمېټه غړې دې چې د دبی نهمې غونډې تر ټولو ښه قرآن کریم لیکوال به انتخاب کوې.
د دې غونډې پرانیستا په دبی کې د اماراتو کلتوری او د اجرايوي چارواکو شیخ نهیان بن مبارک په شتون کې به پيل کېږي.
د قرآن کریم دا نسخه به په دوره کې ګډون کوونکو لیکوالو، د څارونکو او داورانو کمېټې لاسلیک سره او همدارنګه د لیک پوره کېدو تاریخ ثبت کولو سره د اسلامی میراث په عنوان په د دغې وزارتخانه په ارزښتمنه خزانه برخې کې اېښودلې کېږي چې راروان نسل لپاره یادګار وې.
همدارنګه د امارات کلتورې وزارت د دې غونډې سره یوه هنری نندارتون هم پيل کوې چې په کې د اسلامی نړۍ هنرمندو نادره د خطاطی تابلو او اسلامی سینګار اثرونه د خلکو نندارې ته وړاندې کېږي.
د مشهد خطاط او وتلی هنرمند محسن عبادی، فرهاد شیرخانی، د سبزوار او مریم نورې ستر خطاط، له کرمانشاه نه خطاط تېر کال د جمهوری اسلامی ایران د استازو په توګه په دبی کې د اماراتو قرآن لیک ۸ نړیواله غونډې کې ګډون کړې وو، تېر کال شیر خانی تېر کال اتمه نړیواله غونډې لپاره دبی ته تلې وو او درېمه سپارې خطاطی یی کړې وه.
http://iqna.ir/fa/news/3610302