قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د The Star ورځپاڼې نه په نقل، دا کمپاین د «Malaysia Quran Hour مالیزیا قرآن وخت» عنوان سره پيل کېږي او اصلی پروګرام به یی د پوتراجایا ښار زین العابدین جومات کې له سهار ۱۱:۳۰ نه شورو کېږي.
له لس زرو کسانو نه زیات خلک به په دې کمپاین کې د قرآن کریم لوستلو سره په دې پروګرام کې چې د دې آسماني کتاب ژورې پوهنې ترلاسه هدف سره پيل کېږي، ګډون کوې.
د «د ملت وارثان» مؤسسې موسس او د دې کمپاین پيل کولو مسئول حسام الدین یعقوب وایئ: مونږ غواړو مسلمانان نور زیات له قرآن کریم سره اشنا شی او د هغې پوهنې په ښه ډول درک کړې او د قرآن کریم ښودنې په ژوند کې پیاده کړې.
هغه زیاته کړه: د مسلمانانو د ډېرو ستونزو سبب چې نن ورسره مخامخ دې، د اسلام سطحي او کمزورې درک او د پوهنو ته ګرځې.
حسام الدین وویل: ځنې د قرآن کریم تلاوت کوې خو ولی نه پوهېږي، او ځنې پوهېږي خو ولی عمل نه کوې، مونږ باید د قرآن قرائت وکړو او په هغې پوهه شو او پرې عمل وکړو.
د قرآن کریم وخت کمپاین به د مالیزیا رسنۍ نه نېغ په نېغه خپرېږي.
د قرآن کریم وخت کمپاین دې کال درېم کال دې چې پیل کېږي، دا کمپاین په نړیواله توګه به هم د قرآن کریم نړیواله وخت (World #QuranHour) عنوان سره پيل کېږي چې ۹ شهریور باندې به د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې پيل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3610661