IQNA

د ټوکیو په جومات کې د روژه ماتي مېلمستیا

10:01 - June 21, 2017
د خبر لمبر: 3480555
نړیواله ډله: د جاپان مرکزی ښار ټوکیو تر ټولو ستر جومات، له رمضان المبارک میاشتې لومړۍ ورځې نه هره ورځ د مسلمانانو او د غیر مسلمانانو لپاره د روژه ماتي د مېلمستیا د اسلامی کلتور او اسلام معرفي کولو هدف سره مراسم پيل کوي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د trtWorld خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، که څه هم په جاپان کې د مسلمانان تر ۱۰۰ زره نفوسو نه رسېږي خو ولی د رمضان المبارک میاشته د را غونډېدو لپاره یو ښکلې فرصت دی چې ټول اقلیتي مسلمانان د ټوکیو ستر جومات کې په یو دسترخوان را یو ځي وې.
تقریباْ ۲۰۰ کسان روزانه په دې جومات کې د روژه ماتې مراسمو کې ګډون کوې او په دې کې ډېر کسان د ترکی، اندونیزیا، غنا او د نورو ملتونو نه راغلې وي.
د مراکش ۲۷ کلن محصل نجدی المهدی چې هره ورځ د روژه ماتی په دې مراسمو کې ګډون کوې په دې اړه وویل: روژه انسان ته د ځان ټیک کولو فرصت ورکوې او په حقیقت کې یو قسم تفریح ګڼلې کېږي ځکه چې کورنۍ د روژه ماتې په وخت را غونډېږي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3611101
captcha