قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د GToday ورځپاڼې نه په نقل، د قرآن کریم خطاطی ننداره دې هنرمندو له خوا عمومي خلکو لپاره ازاده ده او هغوي کولې شی د دې کال چې نهم ځل لپاره له ۲۸ نه تر ۳۰ خرداد میاشتې پوری پيل شوه نه ننداره وکړې.
دا د اسلامی خطاطی یو مهم ترین پروګرام دی او په دې غونډه کې شتون لرونکې ۳۰ خطاط د تېرو کلونو غوندې په درې ورځو کې د ټول قرآن کریم خطاطی وکړه.
د دې قرآن کریم لیک لپاره د ثلث خط نه استفاده شوی.
د ۴ کسانو کمېټې په خطاطو باندې د قرآن کریم د لیکلو په وخت څارنه کوله.
د قرآن کریم دا نسخې په دې غونډه کې شتون لرونکو خطاطو، د څارنې کمېټۍ لاسلیک او همدارنګه د لیکلو پایی ته رسېدو تاریخ د اسلامی میراث عنوان سره د اماراتو کلتوری وزارت ارزښتمنه خزاني برخه کې ساتلې کېږي چې د راروان نسل لپاره یادګار پاتې شي.
د خطاطی په دې پروژه کې له ایران، عراق، سوریه، ترکیه، الجزایر، امارات، کویت، عربستان، پاکستان، اردن، اسپانیا، هلند او آلمان خطاطانو شتون لرلو.
http://iqna.ir/fa/news/3611511