محمد جعفري ملک د ایران کلتوری سازمان مشر په مانیل کې د قرآنی خبر
خپروونکې نړیواله ټولنې(ایکنا) سره په مرکه کې وویل: د کلتوری سازمان په
اخیرنۍ کتنه کې چې له سانتاتوماس پوهنتون الهیاتو استاد ونګ بابادو سره
ترسره شوه په دې کتنه کې د فلیپین کاتولیک کلیسا له اړخه د دینونو ترمنځه د
ایران همکارۍ سره د خبرو اترو غونډې اتمه دوره پیل کولو په اړه خبرې اترې
ترسره شوې چې په اخیره کې د دې موضوع په اړه کارونه ترسره کولو ذمه په غاړه
واخیستله.
هغه زیاته کړه: په دې کې نور موضوعات لکه د فلیپین جنوب د
افراطی ډلو په شتون کې د الهیاتو په اړه کانفرانسونه پيل کولو باندې څېړنې
کېږي او زمونږ خیال دا وو چې د سانتاتوماس پوهنتون چې د فلیپین له معتبر
پوهنتونونو نه دي او واتیکان سره تړون لرې، د الهیاتو پوهنتونی خبرو اترو
دوه غونډې د ایران سازمانونو همکارۍ سره لکه د حوزه علمیه څېړنو مرکز سره
پیل کړي.
جعفري ملک د سانتاتوماس نه الهیاتی ډلې ایران ته تلل او د
څېړنو علمی مرکزونو نه لید په اړه خبرې هم په دې غونډه کې ترسره شوې،
همدارنګه هغه بای بانو ته د قرآن کریم انګلیسې ژباړه ډالي کولو په اړه
وویل: په دې کتنه کې ما د اسلام په نظر کې د حضرت مریم سلام الله علیها
مقام او په قرآن کریم کې د حضرت مریم سلام الله علیها په نوم سوری په اړه
خبرې وکړې، ما دا خبره نوره هم څرګندولو لپاره د طاهره صفا رازاده قرآن
انګلیسې ژباړه فلیپیني غونډې ته ډالي کړه.
د ایران کلتوری سازمان مشر په
اخیره کې هیله څرګنده کړه چې دې فلیپین د سانتاتوماس پوهنتون استاد سره
لید یوه نتیجې ته ورسېدې او په راروان وخت کې دوه اړخیزه ښه اړیکې ولرو.
http://iqna.ir/fa/news/3622343