IQNA

د پاکستان «تعلیم القرآن» جومات باندې برید نه د شیعیانو تبرئه

12:31 - August 23, 2017
د خبر لمبر: 3480649
نړیواله ډله: د پاکستان د پوځ ویاند په یو خبرې غونډه کې د راول پنډۍ ښار تعلیم القرآن جومات او مدرسه باندې د برید کوونکو تکفیری ترهګرو ډله نیولو خبر ورکړو.
د پاکستان «تعلیم القرآن» جومات باندې برید نه د شیعیانو تبرئه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ډان نیوز نه په نقل، د پاکستان پوځ ویاند د تعلیم القران په جومات او مدرسه باندې حمله کوونکې تکفیرې ترهګرو نیولو نه ورستو اعلان وکړو: د اهل سنت په جومات باندې برید د شیعه او سنی شخړو ته هوا ورکولو په هدف سره پیل شوې وو او شیعیانو په دې کې هیڅ قسمه لاس نه لرلو.

هغه د پاکستانی پوځ په مختلفو سیمو کې د نوې عملیاتو تفصیلاتو ته اشارې سره څرګنده کړه: د پوځ «خیبر ۴» عملیاتو کې په لسګونو ترهګر هلاک شو او یو شمېر کسان ونیولې شو.

په دې خبرې غونډه کې، د تکفیري طالبانو ډلې یو ترهګر غړې چې اجمل خان نوم لرې فلم هم وړاندې کړو چې اعتراف یی وکړو: د کال ۲۰۱۳ په محرم کې د عاشورا په ورځ د راول پنډۍ ښار په تعلیم القرآن مدرسه او جومات باندې برید زمونږ کار وو او د یو پروګرام لاندې مونږ په تورو جامو کې په دغه جومات حمله وکړه او هغې ته مو اور واچوو او زمونږ هدف د شیعه او سنی ترمنځه جنګ اچول وو.

دا باید یادونه وشي چې د دې برید نه ورستو په ټولنیزه چینلو کې د میانمار(برما) د مسلمانانو جنازو انځورونه د دغه جومات د مړو په نوم خپور شو او یوې بې نومې ډلې چې ځان ته یی شیعه نوم اخیستلو د دغه پېښې او برید مسؤولیت په غاړه واخیستو چې په نتیجه کې یی د پاکستان په مختلفو سیمو کې د شیعیانو امام باړو ته اور واچولې شو.

http://iqna.ir/fa/news/3633194


captcha