قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د رویترز نه په نقل، دا مظاهرې د تېرو ورځو مظاهرو ادامه وه چې د اندونیزیا خلکو د میانمار د افراطی بودائیانو، ځواکونو او حکومت مسلمانانو سره چلند په خلاف پیل کړي.
اندونیزیا د نړۍ ترټولو نه زیات مسلمان لرونکې هیواد په توګه د میانمار د تقریباْ ۱.۱ ملیون روهینګیا مسلمانانو لپاره د یو شمېر مظاهرو کوربه دي.
ځنې اعتراض کوونکو د الله اکبر شعار او یا د میانمار خلاف شعارونو سره خپل اعتراض د مسلمانانو د قتل په خلاف دغه هیواد ته اعلان کړو.
اعتراض کوونکو نه یو تقریر کوونکې د سپیکر نه غږ وکړو: بودائیان باید د میانمار مسلمانانو احترام وکړې له څرنګه چې د اندونیزیا مسلمانان د دې ځای بودائیانو احترام کوي.
میانمار کې د دغه هیواد د مسلمانانو خلاف د تاوتریخوالی نوې پړاو پایلو کې له ۴۰۰ نه زیات کسان وژلې او له ۱۲۵ زره نه زیات د روهینګیا مسلمانان تښتې ته مجبور شوي چې زیات د بنګلادېش او د میانمار نورو ګاونډ هیوادونو ته تلې او په غیر قانونی توګه دغه هیوادونو ته داخل شوي دې.
د راپور له مخې، د میانمار ځواکونو په میانمار کې دننه د مسلمانانو وژنې او د هغې کورو ته اور اچولو سره د بنګلادېش او د میانمار په پوله باندې هم د هغې د وژلو اقدام کړي چې د میانمار هر مسلمان که د بنګلادېش نه بېرته راستون شی نو میانمار ته داخل نشي.
د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو، په میانمار کې د روهینګیا مسلمانانو وژنې محکوم کړي او د دغه هیواد بهرنۍ چارو وزیر دغه هیواد ته لېږلې چې د میانمار چارواکې سره کتنه وکړي او د دغه قتل عام ودرولو به اړه ورسره خبرې اترې ترسره کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3639206