قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د عمانی اثیر ورځپاڼې نه په نقل، د اسلام معرفي اداره او د عمان د اوقاف او دینی چارو سازمان سره تړلې د افتاء د کلتور تبادلې دفتر چې د دغه هیواد په مرکزی ښار کې وجود لري اعلان کړي: د اګست په میاشته کې اسلام قبلوونکو شمېر چې زیات تر د فیلیپینی، اوګاندایی، هندی، سریلانکایی او بنګلادشی ملتونو نه وو تر ۵۵ کسانو رسېدلي.
د عمان افتاء دفتر، د دغه کسانو اسلام قبلول د اسلام معرفي ادارې او د اسلامی کلتور ته وده ورکوونکې دفتر سره تړلې د کلتور تبادلې دفتر او غیر مسلمانانو ته پوهنې رسولو نتیجه ښودلې.
د دغه دفتر د اعلان له مخې، د تبلیغي او د لارښودو پروګرامونه او غیر مسلمانانو ته د اسلام پیغام رسولو لپاره د مختلفو موسساتو سره همکاري د اسلام معرفي ادارې او د عمان د اوفاف وزارت کلتوری تبادلې فعالیتونه دي.
http://iqna.ir/fa/news/3639132