IQNA

عمان کې د مختلفو ملتونو نه ۵۵ کسانو اسلام قبول کړو

20:03 - September 08, 2017
د خبر لمبر: 3480677
نړیواله ډله: د عمان دینی چارو او اوقاف وزارت سر تړلې افتاء دفتر په اګست میاشته کې د مختلفو ملتونو نه د ۵۵کسانو اسلام قبلولو خبر ورکړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د عمانی اثیر ورځپاڼې نه په نقل، د اسلام معرفي اداره او د عمان د اوقاف او دینی چارو سازمان سره تړلې د افتاء د کلتور تبادلې دفتر چې د دغه هیواد په مرکزی ښار کې وجود لري اعلان کړي: د اګست په میاشته کې اسلام قبلوونکو شمېر چې زیات تر د فیلیپینی، اوګاندایی، هندی، سریلانکایی او بنګلادشی ملتونو نه وو تر ۵۵ کسانو رسېدلي.

د عمان افتاء دفتر، د دغه کسانو اسلام قبلول د اسلام معرفي ادارې او د اسلامی کلتور ته وده ورکوونکې دفتر سره تړلې د کلتور تبادلې دفتر او غیر مسلمانانو ته پوهنې رسولو نتیجه ښودلې.

د دغه دفتر د اعلان له مخې، د تبلیغي او د لارښودو پروګرامونه او غیر مسلمانانو ته د اسلام پیغام رسولو لپاره د مختلفو موسساتو سره همکاري د اسلام معرفي ادارې او د عمان د اوفاف وزارت کلتوری تبادلې فعالیتونه دي.

http://iqna.ir/fa/news/3639132


captcha