IQNA

استرالیا کې د غدیر خم اختر جشن پیل شو

6:00 - September 11, 2017
د خبر لمبر: 3480679
نړیواله ډله: د غدیر خم اختر جشن مراسم د استرالیا جعفریه اسلامی موسسه په همت او د اهل بیت علیهم السلام د منونکو په همکاري سره د دغه هیواد په مختلفو ښارونو کې پیل شو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د حضرت امام علی علیه السلام د ولایت کلیزې په مناسبت د غدیر خم اختر جشن مراسم د حجت الاسلام شعب نقوي او د پاکستان نامتو شاعر فدا حسین شتون سره د استرالیا په سیدنی ښار کې پیل شو.

د جشن دا مراسم د ماښام او ماخستن لمانځه نه ورستو د قرآن کریم د آیتونو تلاوت سره شورو شو او په ادامه کې تقریر، منقبت او شعر لوستل د دغه پروګرام په مراسمو کې شامل وو.

دغه مراسم پیل کوونکې چارواکو له مخې، دا مراسم د غدیر کلتور ته وده ورکولو او د استرالیا په ټولنه کې د امامت او ولایت ځایی بیانولو او په استرالیا کې مېشت مسلمانانو ترمنځه د اختر ورځې لمانځل او معنوي فضا جوړولو هدف سره پیل شو.

د غدیر خم جشن مراسم د استرالیا په آدلاید ښار کې نن شپې د ماښام او ماخستن لمانځه نه ورستو پيل کېدو اعلان شوې او جعفریه اسلامی موسسې د اهل بیت علیهم السلام ټولو عاشقانو ته د ګډون دعوت ورکړي.

د استرالیا په ځنې نورو ښارونو او سیمو کې نن شپې د غدیر د اختر مراسم پیل کېږي.

غدیر اختر د آل محمد صلی الله علیه و آله او د اسلام ارزښتمن او ستر اختر دی، په دې ورځې د الله په حکم د حضرت محمد صلی الله علیه و آله له اړخه د امیر المومنین علی علیه السلام ټاکلو یاد لمانځلې کېږي نو باید دا الهي فطرت په زړونو کې ژوندي وساتلې شي او د زړونو نه د غفلت، جهالت او ظلمت پردې لري کړلې شي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3639823


captcha