قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، له پاکستان نه، دا پروګرام سند ولایت د مجلس وحدت مسلمین په همت سره د اهلبیت علیهم السلام عاشقانو لپاره پيل شو.
د سند ولایت د مجلس وحدت مسلمین مشر حجت الاسلام و المسلمین مقصود دومکی، په دې اړه وویل: د غدیر اختر په مناسبت سره دو سوه مېټره دسترخوان د اړتیا لرونکې کسانو لپاره د خوړې پروګرام د سند ولایت د مجلس وحدت مسلمین او د بسپنه ورکوونکو له اړخه د دغه ولایت په «بنګل خان چاندیو» سیمه کې د سلګونو کسانو شتون سره پیل شوه.
هغه زیاته کړه: دا پروګرام د اهل بیت علیهم السلام د معارف خپرولو او د سند ولایت د خلکو غدیر او د اهل بیت علیهم السلام سیرت سره اشنا کېدو په هدف سره او د «بنګل خان چاندیو» سیمې نه د سلګونو کسانو ګډون سره پیل شو.
حجت الاسلام دومکی دې تاکید سره چې د غدیر اختر د ائمه معصومین علیهم السلام سیرت حفظ کولو لپاره یو ښه فرصت دی څرګنده کړه: له بېوزلو سره خوږه د ائمه اطهار علیهم السلام سیرت دي هیله ده چې دا رنګه پروګرامونه به خیر او برکت سره د غدیر پیغام هم خلکو ته ورسېږي.