قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د صدی البلد خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مصر نومی جومات د اتریش په مرکزی ښار وین کې واقع دي چې له ۴۰۰ نه زیات مېټره مربع ځمکه لري او د ۴۰۰ نه د زیاتو لمونځ کوونکو ځای لري.
دا جومات په هغه کوڅه کې آباد دي چې هلته د مختلفو ملتونو نه تقریباْ ۱۵ زره مسلمانان ژوند کوې، د دغه جومات انګړ کې مصري کارونو او سینګارونو سره سینګار شوی.
د جومات دېوالونه د قرآنی آیتونو او د الله نومونو نه سینګار شوي چې د راش لرګې نه جوړ شوي او د جومات محراب هم د اسلامی هنر او سینګار سره جوړ شوي او د ټول جومات ځمکه په سور قالین سره پټه شوي.
همدارنګه دا جومات کتابتون هم لري چې په دغه کې د فقهی کتابونو او د قرآن کریم نسخې په غیر عربي ژبو کې اېښودلې شوي چې له دې سره یی د مختلفو ژبو مسلمانانو اړتیاوو ته ځواب ورکړي.
د مصر لیکوال بهجت العبیدی چې د اتریش اوسېدونکې دې او په دغه هیواد کې د اسلامی شورا مشر دې د دې جومات په اړه وویل: د دې جومات جوړولو فکر د مصری مصطفی النمر وو چې د اتریش اوسېدونکې او دا جومات د وړوکې اختر نه مخکې د مصر سفیر عمر عامر او د اتریش یو شمېر مسلمانانو په شتون سره جوړ شو.
مصطفی النمر هم په دې اړه اعلان وکړو: مصر جومات د ۱۵ زرو نه زیات مختلفو ملتونو او نژاد مسلمانانو لپاره چې د ۲۰ وین سیمه کې ژوند کوي جوړ شوي دی.
د الازهر غړې او د مصر جومات خطیب شیخ محمد شحاته هم په دې اړه وویل: د مصری او عربی مسلمانانو سره د مختلفو ملتونو لکه چینی، ترک، بوسنایی، اتریشی دې جومات ته تګ راتګ کوي.
هغه زیاته کړه: د دې جومات فعالیتونه یواځې د جمعې لمونځ نه دي بلکې فقهی درس، قران او عربي ژبه هم په دې جومات کې ښودلې کېږي.
د جومات رسنۍ او مطبوعاتو مرستیال هم تاکید سره د ۲۰ وین سیمې مسلمانانو اړتیا سره د دغه ښار نور سیمو کې د لویو جوماتونو لکه مصر جومات نشتوالی باندې خفګان څرګنده کړو.
د اتریش په ۶۵۰ زره کسانو ټولنه کې ۸.۵ ملیونه کسان مسلمانان دی چې دا شمېر د "نوی اسلامی قانون" په نوم د یو قانون تابع دی چې دوه کاله مخکې تصویب شوي او د دې پر اساس مسلمانان د دینی شعایر لکه لمونځ او شرعی ذبح کولو حق لري.
http://iqna.ir/fa/news/3641054