قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د sharkiatoday خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مصر یو ۶۰ کلنه حاج عبدالله علی محمد ابوالغیظ چې د لیک او لوستلو توان نه لري، او د قرآن کریم حفظ یی په کال ۲۰۰۵ کې د قرآنی استادانو د نظر لاندې شورو کړې وو، هم هغه وخت یی دا فکر ذهن ته راغلو چې قرآن کریم په خپل لاس او لیک کې ولیکې.
حاج عبدالله په دې اړه وایئ: له دې نه ورستو چې ناڅاپه بیمار شوم او ډاکټر له علاج لپاره وراغلم نو هغه ماته د قرآن کریم تلاوت د علاج په توګه تجویز کړو.
هغه ادامه ورکړه: په کافي توګه سواد نه لرلو او په لاس کې هیڅ قسمه تحصیلې مدرک نه لرلو سره د قرآن کریم زدکړې ټینګار می وکړو او څلو ځله می ټول قرآن کریم ولیکلو، د قرآن کریم لیکلې شوې نسخه مشایخو او پوهاندو ته وړاندې کوم او دې وخت د قرآن کریم دریمې نسخې لیک کې مشغول یم.
د مصر دا بوډا سړۍ د قرآن کریم د لیک په اړه وویل: د قرآن کریم حفظ کولو ستونزو ته توجه سره، د قرآن کریم د لیکلو اقدام می وکړو او دې کار ته به ادامه ورکوم، ځکه چې د قرآن کریم لیک سره دا الهي آیتونه ذهن کې پاتې کېږي.
هغه په اخیره کې وویل: د قرآن کریم لیکلو کې تراوسه هیڅ سختې او ستونزې سره مخامخ شوې نه یم او الله ما سره په دې لاره کې مرسته کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3645597