IQNA

د بشري حقونو څارونکې: هندوستان د روهینګیا کډوالو سره د بد چلند حق نه لري

23:49 - October 01, 2017
د خبر لمبر: 3480707
نړیواله ډله: د بشري حقونو څارونکې او د کډوالو پروګرام مشر «بیل فریلیک»، څرګنده کړه: د هند په ملګرې ملتونو سازمان د کډوالو حالت سره تړلې کنوانسیون کې غړیتوب نه لرل دغه هیواد ته د روهنیګیا کډوالو سره د بد چلند اجارت نه ورکوي.
د بشري حقونو څارونکې: هندوستان د روهینګیا کډوالو سره د بد چلند حق نه لري

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ابنا خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د بشري حقونو څارونکې د سازمان په ویبپاڼه کې یوه مقاله خپرولو سره د هند هیواد د وزیر راجنات سینګ څرګندونې چې له دغه هیواد نه دې د روهینګیا کډوال وباسلې شي، محکوم کولو په ضمن کې د نړیواله قانون په نظر رد کړو، او دا سوال یی رامنځته کړو: آیا د هند د ملګرې ملتونو کنوانسیون کې غړیتوب نه لرل چې په کال ۱۹۸۴ کې لاسلیک شوي د دغه هیواد چارواکو ته د دغه کسانو سره بد چلند کولو اجازت ورکوې؟

هغه زیاته کړه: هند ښه خبر دي چې ځنې نړیواله قوانین، نړیوال کنوانسیونونه دي چې د ځنې اقداماتو ترسره کولو لپاره مانع جوړېږي، حتی که هغه حکومت د دې اقداماتو مرتکب شی چې د دغه کنوانسیون غړې او ژمنتیا لیک نه لري.

د تېر زیارت په ورځ د هند هیواد وزیر ادعا کړې وه چې هند هیواد د ملګری ملتونو سازمان کنوانسیون غړې نه دي چې د کډوالو په هکله په کال ۱۹۵۱ کې لاسلیک شوي وو، نو ځکه دې هیواد د روهینګیا کډوالو ویستلو سره هیڅ یو نړیوال قانون نه دي مات کړي.

اګست په تېره میاشته کې دهلی اعلان کړي وو: دا هیواد اراده لري چې د روهینګیا ټول کډوال سره د هغه کسانو چې د هغوي نومونه د ملګری ملتونو په سازمان کې د کډوالو په عنوان ثبت شوي خارج کړي.

http://iqna.ir/fa/news/3646718


captcha