قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Newham Recorder خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د دې نندارتون نه کتنه کوونکې، د غوښتنې په صورت کولې شو چې د قرآن کریم مختلفو ژبو ژباړې ترلاسه کړي او د جهاد او ترهګري او نورو موضوعاتو په اړه خپلې پوښتنې وپوښتې.
د دې نندارتون پیل کوونکې بشارت احمد وویل: مونږ غواړو د اسلامی سولې پیغام د ټولنې یوې لوي برخې ته وړاندې کړو.
اسلام مونږ ته وایئ چې څرنګه په یوه ټولنه کې د سوله یز ژوند لاره هوارولې شو او له ګاونډیانو سره څرنګه مهربان وسو.
هغه د جهاد د معنی په اړه هم توضیح ورکړه چې د جهاد یوه معنی پروردګار سره ښه اړیکې نیولو لپاره هڅې او کوښښ کول دي.
بشارت احمد زیاته کړه: د جهاد معنا یو عمومي بدلون دي چې په نتیجه کې انسان ځان د الهي قوانینو او فرامینو مخکې تسلیم ګڼلې او په نتیجه کې یی د ټولو انسانانو لپاره مهربانه وي.
http://iqna.ir/fa/news/3648207