IQNA

د فلسطین مشر(بوډا) سړې او ګام په ګام د ټول قران حفظ کولو په لور

5:51 - October 04, 2017
د خبر لمبر: 3480713
نړیواله ډله: د فلسطین د کفرکنا ښار اوسېدونکې ۸۶ کلن مشر(بوډا) سړې حاج یوسف عباسه چې لس کاله مخکې یی د قرآن کریم ټوله نسخه ولیکله.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د radar2.net خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په نیولې شوي فلسطین کې د کفرکنا ښار یو ۸۶ کلنه فلسطینی مشر(بوډا) سړې چې لس کاله وړاندې یی د قرآن کریم کامله نسخه لیکلې او اوس هره ورځ ۴ ګېنټې د قرآن کریم تلاوت کوي.

حاج یوسف که څه هم بوډا دې. خو ولی د ځوانانو روحیه او مضبوطه حافظه لري او تراوسه درې څلور ځل قرآن کریم حفظ کړي دي.

هغه ۱۰ کاله مخکې چې ۷۶ کلن وو د قرآن کریم ټوله نسخه یی خطاطی سره لیکلې وه.

حاج یوسف سره د دې چې یو مشر(بوډا) سړۍ دي هره ورځ ۴ ګنټې خپل وخت نه د قرآن کریم قرائت ته ویستلې دي او خپل د ورځې لمونځ په جومات کې اقامه کوي.

هغه هیله لري چې قرآن کریم به د هغه د قیامت په ورځ شفاعت کوې او هغه له مسلمانانو غوښتنه کوې چې قرآن کریم تر هغه حده چې توان لري حفظ کړي او له هغه کارونو چې ارزښت نه لري مخنیوی وکړي.


http://iqna.ir/fa/news/3648260


captcha