IQNA

د میانمار په غلطو ژمنو باور نه لرل

د روهینګیاو کورونه سوځول ادامه لري

21:25 - October 06, 2017
د خبر لمبر: 3480716
نړیواله ډله: په بنګلادېش کې د روهینګیا کډوال مسلمانان د میانمار د حکومت په غلطو ژمنو او خپل هیواد کې د قبلېدو باندې د باور نه لرلو اظهار کړې او وایئ: چې تراوسه د هغې کورونه سوځول ادامه لري.
د روهینګیاو کورونه سوځول ادامه لري

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د رویتر نه په نقل، د روهینګیا نیم ملیون نه زیات مسلمانان د میانمار ځواکونو د سخت ظلمونو نه له تېرو ۵ اونۍ نه خپلو ګاونډیانو هیوادونو سره د بنګلادېش ته تېښته کړي.

میانمار د مسلمانانو قومي قتل نه انکار کړي او ادعا لري چې ترهګرو سره په جنګ دي

بنګلادېش او میانمار د پیر په ورځ توافق کړي چې په دغه هیواد کې د کډوالو په توګه ثبت شوې مسلمانان به میانمار ته بېرته ځې خو ولی د بنګلادېش به کمپ کې میانمار مېشته کډوالو په دغه اړه د باور نه لرلو اظهار کړي.

عبدالله چې د روهنیګیا یو کډوال دې وایئ: هغې هر څه سوځول حتی خلک یی هم سوځول او هغه کس چې مدرک نه لري هیڅ حق په میانمار کې د اوسېدلو نه لري.

ځواکونه کور په کور ګرځې او پاتې شوي کسانو ته ګواښ ورکولو چې دا ځې پرېږدي هغوي خلک له کورونو نه شړل او کورونه به یی سوځول.

د روهنیګیا مسلمانانو د ستونزې اصل جړه د دغه هیواد د افراطی بودائیانو له اړخه د هغوي نه قبلول دی چې مسلمانانو ته د دغه هیواد ښاریز حق نه ورکوي.

http://iqna.ir/fa/news/3649132


captcha