IQNA

د امریکا په لاکراس مسیحی مرکز کې د اسلام معرفي

15:46 - October 22, 2017
د خبر لمبر: 3480744
نړیواله ډله: د امریکا وسکانسین ولایت په لاکراس ښار کې مسیحی مرکز د مسلمانانو او د اسلام په ښه توګه پېژندلو لپاره د یو پروګرام پيل کولو اقدام کړي دي.
د امریکا په لاکراس مسیحی مرکز کې د اسلام معرفي

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د WKBT خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا پروګرامونه د «زما ګاونډي مسلمان دي» عنوان سره د څلورو اونۍ لپاره د فرنسیسکن معنویت په مرکز کې پيل کېږي.

دا پروګرامونه د مختلفو دینونو خلکو سره د اسلام او مسلمانانو په ښه توګه پېژندلو هدف کې مرستې لپاره پيل کېږي.

د لاکراس دینونو شبکې مشر وینس هات، وویل: مونږ اعتقاد لرو چې سوله یز نړۍ ته د رسېدو لار د خلکو په محلي سطح له یو بل پېژندل او درک کولو سره شورو کېږي.

هغه زیاته کړه: نن د نړۍ نم خلک مسلمانان یا مسیحیان دي، که مونږ غواړو چې په نړۍ کې سوله وې نو دا دې ته اړتیا لري چې مسلمانان او مسیحیان پوهه شي چې مونږ څرنګه سره ګډ ژوند کولي شو.

دا «زما ګاونډي مسلمان دي» پروګرام به نورې درې اونۍ د فرنسیسکن په مرکز کې خپل کار ته ادامه ورکوي.

http://iqna.ir/fa/news/3654905


captcha