IQNA

د دبی ښځو قرآنی مقابلو په دویمې ورځې کې ۷ مقابلې پیل شوي

22:59 - November 15, 2017
د خبر لمبر: 3480785
نړیواله ډله: د دبی ښځو نړیواله مقابلو چې د فاطمه بنت مبارک قرآن کریم مقابلې نوم لري په دویمه ورځ کې د نړۍ د مختلفو هیوادونو ترمنځه ۷ مقابلې پيل شوي.
د دبی ښځو قرآنی مقابلو په دویمې ورځې کې ۷ مقابلې پیل شوي

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الامارات الیوم خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د فاطمه بنت مبارک قرانی نړیواله مقابلو په دویمه ورځ د «نی لار وین»له میانمار، «زینب جلال محمد» له مصر، «عابده سابان» له آفریقای جنوبی، «بشری الفت» له آمریکا، «مرضیه رفاعی» له بنین، «طیبه جلیل محسن» له عراق، «فاطمه روشتا ادهم» له سریلانکا ترمنځه مقابلې پيل شوي.

همدارنګه د دریمې ورځ مقابلې نن ۲۳ آبان باندې پیل شوي چې په کې د «رملة حسن» له فنلاند، «هدیل خالد عوض» له فلسطین، «إسرا حسام عبدالغنی» له بحرین،«براء أحمد صیفی» له برزیل، «زکیة جمعة عثمان» له تانزانیا، «خدیجة بنت محمد أحسن» له بنگلادش او «رشیدة تراوری» له بورکینافاسو ترمنځه پيل شوي.

هغه دې ته اشارې سره چې د دې کال ګډون کوونکې د ښکلې اواز خاوندان وو او ټولو هڅه کړي وه، نو ښه نتیجې ترلاسه شوي، وویل: په دې دوره کې په ستره توګه د مختلفو هیوادونو د ګډون شاهد یو، چې په کې د ۷۵ هیوادونو نه زیات استازو او د مسلمانانو اقلیتي هیوادونو په دې مقابلو کې ګډون وکړو.

احمد زاهد په اخیره کې تاکید وکړو: د فاطمه بنت مبارک قرآن مقابلې، د نړۍ د ښځو ځانګړې قرآنی مقابلو سترو مقابلو کې شمېرلي کېږي.

د شیخه فاطمه بنت مبارک نومی قرآنی مقابلې په امارات کې د ښځو مقابلو دویمه دوه له ۲۱ آبان نه شورو شوې او تر دریم آذر پورې ادامه لري.

د ایران له خراسان رضوی نه ۱۰ کلنه زهرا سادات حسینی چې د ټول قرآن کریم حافظه ده د جمهوری اسلامی ایران له اړخه دغه مقابلو کې ګډون کوي.

د ایران له اړخه تېر کال حنانه خلقی په دې مقابلو کې ګډون کړي وو چې د فاطمه بنت مبارک قرآنی نړیواله مقابلو عنوان سره پيل شوي وې.

http://iqna.ir/fa/news/3663239


captcha