IQNA

د امام رضا علیه السلام د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ

1:07 - November 19, 2017
د خبر لمبر: 3480790
مذهبی ډله: سبا د اتبار په ورځ د صفرې د میاشتې دیرشمه نیټه ده چې د نړۍ د مسلمانانو د اتم معصوم امام حضرت امام رضا علیه السلام د شهادت کلیزه ده.
د امام رضا علیه السلام د شهادت د کلیزې تسلیت ومنئ
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د parsstody نه په نقل، حضرت امام رضا علیه السلام په ۱۴۸ قمري کال کښې په مدینه منوره کښې دنیا ته تشریف راوړه او د ۲۰۳ قمري کال د صفرې د میاشتې په وروستۍ ورځ شهید شو.
د حضرت امام رضا علیه السلام ژوند او د امامت پړاو د عصمت او طهارت اهل بیتو ته د خلکو د ګروهنې د اوج او همداشان د رسول پاک(ص) د کورنۍ د ولسي اډانو د پراختیا پړاو و.
د امامت او ولایت د اسمان دغه اتم ستوري یعنې امام رضا علیه السلام ته د خلکو د ګروهنو په اوج اخیستو سره عباسي واکمن مامون په چل ول سره دوي ته زهر ورکړل او شهید یې کړ.
د ایران په اسلامي جمهوریت کښې خلک د دغه بزرګواره امام د شهادت په شپه او ورځ په جوماتونو، امباړو او په مشهد ښار کښې د امام رضا علیه السلام په پاک حرم او همداشان په قم ښار کښې د دوي د قدرمنې خور، بي بي معصومې(س) په حرم کښې راغونډیږي او ویر او ماتم کوي.
مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د دارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو او د پيغمبر اکرم(ص) د پاکې کورنۍ یعنې اهلبیتو مینه والو او خپلو ګرانو اوریدونکو ته په دې مناسبت تسلیت او تعزیت وايو.
parsstoday.com
captcha