IQNA

د روهینګیا کډوالو د کړکیچ هواری پکار دی

10:19 - November 20, 2017
د خبر لمبر: 3480797
نړیواله ډله: د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئولې په بنګله دیش کښې د روهنګیا قام د بې کوره شویو مسلمانانو د کړکیچ په هواري باندې ټینګار وکړ.
د روهینګیا کډوالو د کړکیچ هواری پکار دی
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، د ایرنا د رپورټ له مخې فیډریکا موګریني پرون په بنګله دیش کښې د روهینګیا مسلمانو کډوالو د کیمپ په کتنه کښې وویل: اروپايي اتحادیه د روهینګیا کډوالو د کړکیچ د هواري لپاره د بنګله دیش او میانمار له مذاکراتو ملاتړ کوي.
میرمن موګریني همداشان میانمار ته د خپل سفر خبر ورکړ او زیاته یې کړه: په دې سفر کښې به د میانمار د حکومت د لوړرتبه سلاکارې او خارجه وزیرې آنګ سان سوچي سره کتنه وکړي او د روهینګیا کډوالو د کړکیچ د هواري په هکله به ورسره خبرې اترې وکړي.
په میانمار کښې نن د آسیايي او اروپايي هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه ترسره کیږي او هیله ده چې د روهینګیا قام د بې کوره شویو مسلمانانو موضوع د دغې غونډې اصلي چورلیز وګرځي.
parstoday.com

captcha