IQNA

په بنګله دیش کښې دې د روهینګیا مسلمانانو حالاتو ته پاملرنه وشي

10:31 - November 20, 2017
د خبر لمبر: 3480798
نړیواله ډله: د جرمني د بهرنیو چارو وزیر په بنګله دیش کښې د روهینګیا مهاجرو مسلمانانو په حالاتو د غور غوښتنه وکړه.
په بنګله دیش کښې دې د روهینګیا مسلمانانو حالاتو ته پاملرنه وشي
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایرنا لیکلي چې زیګمار ګابریل پرون په بنګله دیش کښې د روهینګیايي کډوالو د کیمپونو له کتنې وروسته د هغوي له رنځ او کړاو څخه د اندیښنې په څرګندولو سره وویل: نړیواله ټولنه باید له هغوي سره د کیدونکو مرستو له پوره والي ډاډمنه شي.
د جرمني خارجه وزیر پرون همداشان د بنګله دیش له وزیراعظمې شیخ حسینه واجد سره په کتنه کښې د میانمار د روهینګیا قام له کډوالو مسلمانانو سره د دغه هیواد د پيوستون قدرونه وکړه او له کډوالو یې د برلین د حکومت ملاتړ اعلان کړ.

captcha