IQNA

لبنان د عرب اتحادیې بیانیې ته سخت غبرګون وښود

10:42 - November 20, 2017
د خبر لمبر: 3480799
نړیواله ډله: د لبنان خارجه وزیر د عرب اتحادیې چټي او بې بنیاده بیانیې ته غبرګون وښود.
لبنان د عرب اتحادیې بیانیې ته سخت غبرګون وښود
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د لبنان د ملي خبري آژانس نه په نقل، جبران باسیل د لبنان د حزب ا... د ترهګر بللو په هکله د عرب اتحادیې د بیانیې په اعتراض کښې وویل: حزب ا... د لبنان د ولس یوه بنیادي برخه ده.
هغه د بې پلوه سیاست په تعقیبونه کښې د لبنان پر ثابت دریځ باندې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې لبنان د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې مخالف دی هغهغه شان چې په خپلو کښې کورنیو چارو کښې له دخالت سره هم مخالفت کوي.
parstoday.com
 

captcha