IQNA

د حضرت امام علی علیه السلام په حرم کې د شرعي پوښتنو ځوابونه

0:30 - November 21, 2017
د خبر لمبر: 3480803
نړیواله ډله: له ۶۰ نه زیات دینی مبلغان د امام علی علیه السلام د حرم زیارت کوونکو ته له ۳۸ نه زیات مرکزونو کې د شرعي پوښتنو ځوابونه ورکولو لپاره د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د رحلت په مناسبت سره موجود وو.
د حضرت امام علی علیه السلام په حرم کې د شرعي پوښتنو ځوابونه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امام علی علیه السلام د سپېڅلې زیارت د اطلاع ورکوونکې ویبپاڼې نه په نقل، د امام علی علیه السلام د زیارت دینی چارو مشر شیخ عبدالساده الجابری په دې اړه وویل: د امام علی علیه السلام د زیارت دینی چارو مرکز د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د رحلت په مناسبت یو شمېر دینی فعالیتونه ترسره کړل چې یو له هغو نه د ۳۸ مرکزونو نه چې د امام علی علیه السلام انګړ، د حضرت فاطمه الزهراء سلام الله علیها انګړ او د ننوتلو او تللو دروازو باندې زیارت کوونکو ته د شرعي پوښتنو ځوابونه ورکول وو.

هغه زیاته کړه: دې برخې همدارنګه د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله د رحلت کلیزې په اړه ځانګړې خپرونې، کتابونه او د امام علی علیه السلام د زیات منشورات د زیارت کوونکو ترمنځه وېش کړل.

جابري په اخیره کې د امام علی علیه السلام د زیارت انګړ ته د عزاداري ټولګو ننوتلو او تللو په اړه، د ابوطالب علیه السلام په انګړ کې جماعت سره لمونځ او د حضرت زهراء سلام الله علیها انګړ کې نورو دیني فعالیتونو په هکله خبر ورکړو.

د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله او د امام حسن علیه السلام د شهادت ۲۸ صفر په ورځ په عراق کې د آیت الله سیستاني په فتوا خلک د عراق په مختلفو سیمو کې عزاداري پيل کوي.

http://iqna.ir/fa/news/3664404


captcha