IQNA

دسوریې ۹۸ فیصده خاوره د حکومت په لاس کښې ده

11:06 - November 22, 2017
د خبر لمبر: 3480804
سیاسي ډله: امریکا او انګلستان په سوریې کښې دداعش ډلې دپاتې ټروریسټانو د ژغورنې کار ته دوام ورکړی او هغه یې امن سیمو ته منتقل کړي دي .
دسوریې ۹۸ فیصده خاوره د حکومت په لاس کښې ده
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)ایرنا خبری اژانس نه په نقل، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل د سوریې اته نوی (۹۸)فیصده خاوره د حکومتی عسکرو په لاس کښې ده او په ټروریسټانو کامل بریالیتوب نږدی دی .
د روسیې ولسمشر پوتین پرون په «سوچی» بندری ښار کښې دچیک جمهوریت له ولسمشر میلوش زمان سره په کتنې کښې د دوه اړخیزه ملګرتیاو او دځینو نړیوالو مهمو مسایلو په تیره بیا د سوریې د موضوع په اړه خبرې وکړې .
د چیک جمهوریت ولسمشر «میلوش زمان» هم په ترهګرو د سوریې د حکومت بریالیتوب ته په اشارې سره وویل ولسمشر بشار اسد دغه بریالیتوب لاس ته راوړی او هغه منتخب او ډیموکراټیک ولسمشر دی .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل د سوریې په ځینو سیمو کښې اوس هم دترهګرو ډلو ځینې مرکزونه شته خو د روسیې د هوایی ځواک ، دسوریې د پوځ او دهغه د متحدانو په سختو ګوزارونوسره ټروریسټان له مینځه ځی .
امریکا او انګلستان په سوریې کښې دداعش ډلې دپاتې ټروریسټانو د ژغورنې کار ته دوام ورکړی او هغه یې امن سیمو ته منتقل کړی دی .
parstoday.com

captcha