IQNA

په سوریه او عراق کې دداعش ماته په افغانستان کې د اندیښنې سبب

12:21 - November 22, 2017
د خبر لمبر: 3480805
سیاسي ډله: اوس دا دي ورو ورو هماغه اندېښنې ريښتيا كېږي چې له عراق او سوريې وروسته به د داعش بل پناه ځاى او د جګړې جغرافيا افغانستان وي.
په سوریه او عراق کې دداعش ماته په افغانستان کې د اندیښنې سبب
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)راپور له مخې، د تهران د پښتو راډیو نه په نقل، د داعش تر هه گري ډلې په سوريه كې خپل وروستى ښار هم له لاسه وركړ او په ۲۰۱۴ كې په عراق او سوريه كې جوړ شوى د اسلامي دولت په نامه حاكميت یې عملاً ختم شو.
داعش خپله واکوالۍ له لاسه وركړه، هغه په زرګونو ترهه گر جنگیالی چې د نړۍ له ګوټ ګوټ عراق او سوريې ته ورټول شوي وو، تيت او پرك شول خو زياتره يې ژوندي دي، د تركيې ولسمشر رجب طيب اردوغان ادعا كوي چې دى داسې ويډيوګانې او اسناد لري چې له سوريې د داعشيانو په خوندي ايستلو كې امريكايانو همكاري كړې ده.
دغه ادعا د افغان دولت د مسولانو له ادعاگانو سره ډېر توپير لري چې د فارياب په يوه جګړه كې د شپږو پاكستاني جنرالانو د وژلو خبره كوي.
له تېرو درې كلونو راهيسې چې داعش د عراق او سوريې پر پينځه نيم ميليونه انسانانو حكومت كاوه او له هر لوري په زرګونو ځوانان ورمات وو، داسې اندېښنې ښودل كېدې چې كوم افغانان د تركيې پر لاره اروپا ته روان دي، يوه برخه يې د يوه پلان په مخې په تركيه كې بې دركه كېږي، هغوى اصلاً سوريې ته اوړي او هلته د جګړې لپاره روزل كېږي.
اوس دا دي ورو ورو هماغه اندېښنې ريښتيا كېږي چې له عراق او سوريې وروسته به د داعش بل پناه ځاى او د جګړې جغرافيا افغانستان وي.
زموږ د ولس بدمرغي په دې كې ده چې حكومت مو د هغو بهرنيانو سره غاړه وړي او ګډ دريځونه ورسره لري چې د دې استخباراتي جګړو اصلي پلانونکی دي.
د روانې وضعې غوښتنه او تقاضا دا ده چې حكومت بايد له طالبانو سره د سولې يوه معقوله تګلاره غوره كړې واى، د سولې عالي شورا متاسفانه له پيله په افغانستان كې د دخيلو بهرنيو ځواكمنو لوريو د توطيو ښكار شوه د يوې جدي او پياوړې ادارې پر ځاى تشريفاتي او د بې ثمره بنډارونو پر مركز بدله شوه، حكومت په لفاظيو كې سارى نه لري، خو عملاً له بده مرغه د نړيوالو استخباراتي لوبو همغږى روان دى.
د داعش په باب چې هم د افغان ولس په منځ كې او هم د سيمې د هېوادونو په سياسي كړيو كې زموږ پر چارواكو بدګومانۍ دي چې په رسنيو كې مطرح شوې هم دي، دليل يې همدغه دى چې په نړيواله كچه داعش د امريكا پروژه بلل كېږي اوافغان حكومت د امريكا تر سيوري لاندې دى.
افغان دولت باید درك كړی چې گاونډی هېوادونه یي د افغانستان له اوسنۍ وضعې په تېره په راتلونكې كې د داعش له ځواكمنېدو څخه جدي اندېښنه لري، دوى به هېڅكله هم ونه غواړي چې بدامنۍ د دوى لمنې ته ور ورسېږي، كه افغانحكومت په يوه مناسبه لاره له دې فتنې د ځان خوندي کولو لپاره ّیدا نکړی ، د سترو ځواكونو د نيابتي جګړې بله څپه به خامخا رامینځته شی .
د یادولو ده چی د اشرف غنی د لومړی مرستیال عبد الرشید دوستم او د افغانستان د ملی پارلیمان د فعال غړی حاجی ظاهر قدیر په شان مسولو کسانو په ځلونو ویلی وو چی د داعش ترهه ګر د بهرنیو عسکرو په الوتکو کی په افغانستان کی ځای پر ځای کیږی اود جنرال دوستم په وینا مقرره ده چی په زرګونو داعشیان د افغانستان شمال ته انتقال کړی تر څو د مینځنی اسیا هیوادونه او روسیه ناامن کړی .
parstoday.com

captcha