قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Netral News خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا کانفرانس د عصري علم له منظره د الهي وحي حقیقت ترلاسه کولو لپاره د څېړنې هدف سره او همدارنګه د عصري علم تیوری او د اسلامی علم پوهنو ترمنځه د همغږۍ هدف سره پیل شو.
د اندونیزیا الازهر پوهنتون مشر آصپ سیف الدین په دې کانفرانس کې د قرآن کریم مختلف اړخیزه اهمیت ته اشارې سره وویل: مونږ اعتقاد لرو چې قرآن کریم یواځې یو عبادتي کتاب نه دي بلکې د انسان د روزانه ژوند مختلفو اړخونو سره اړوند لرونکې کتاب دي.
هغه دې بیان سره چې د قرآن کریم ډېر آیتونه د ټکنالوژي علم پرمختګ په اړه د مطالعې وړ ګرځېدلي، د قرآن کریم د مفهومونو په مختلفو علمونو کې استفاده کولو باندې تاکید وکړو.
د عصري علم تیوری له نظره د اسلامی معرفت پېژندنې کانفرانس د پوهنتونونو د استادانو او ۲۵۰ کسانو ګډون سره د اندونیزیا په الازهر ښار کې پیل شو.
http://iqna.ir/fa/news/3665856