IQNA

د قرآن کریم د آیتونو له نظره د نړۍ مطالعې باندې د هندوستان لیکوال تاکید

14:37 - December 06, 2017
د خبر لمبر: 3480851
نړیواله ډله: په هندوستان کې نوې کتاب د انځورونو له لارې د قرآن کریم ژوره اندېښنې موخې سره په ګرافونو او علمي چارټونو کښې چاپ شوي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Kashmir Reader  خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا کتاب چې د ګاه شمار جهان نوم لري او د سید رفیع احسان رضوی په واسطه لیکلې شوي، د قرآن کریم او علمي اسنادو سره د هندوستان د جيولوژي په اړه لیکلې شوي.
رضوی د دې کتاب د پرانستلو په مراسمو کښې وویل: ټول مقدس کتابونه چې د خالق متعال د علم سرچینه دي، په مختلفو ژبو کښې مختلفه تفسیرونه بیان شوي.
هغه د مختلفو دینونو منونکو نه غوښتنه وکړه چې خپل مذهبی کتابونو ته بیا نظر وکړي، هغې کې نوې کشفونه او رازونه مطاله کړي او خپل مذهبی کتابونو کې نړۍ په ژوره توګه درک کړي.
رضوي تقریباْ له درې لسیزو نه په دې کار کړي او خپل تجربې د یو جیولوجیست او ستورپوه د قرآن کریم آیتونو او د نورو دینونو مذهبی کتابونو په رڼا کې را جمع کړي.
رضوی د قرآن کریم مختلفو آیتونو او علمي تفسیر ته اشارې سره د نړۍ په کلي بڼه چې څنګه نن پېژندلي کېږي باید دې آیتونو مفهومونو ته نظر سره دوره وڅېړلې شي او د هستي په ژور توګه درک کړي شي.
http://iqna.ir/fa/news/3669496
captcha