IQNA

د فرانسې خلکو د اسرائیلو پرضد مظاهرې وکړې

9:41 - December 10, 2017
د خبر لمبر: 3480860
سیاسي ډله: بیت المقدس سپییڅلی ښار له ۱۹۶۷ میلادي کال راهسې د اسرائیلو په نیواک کښې دی .
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ایرنا خبری اژانس وایی د فلسطین په سلګونو ملاتړو فعالانو فرانسې ته د صهیونیسټ رژیم د لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د سفر پرضد په پاریس کښې مظاهرې وکړې .
ټاکل شوی ده چې دنیواکګر صهیونیسټ رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو نن فرانسې ته ورشی .
مظاهره چیانو په لاسونو کښې د فلسطین بیرغونه او د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرونه عکسونه نیولی وو .
د فرانسې د ولسمشر ماکرون په عکس باندې چې دقدس په باره کښې دامریکا د ولسمشر ټرمپ له اعلان وروسته د اسرائیلو د لومړی وزیر نتانیاهو کوربه دی لیکل شوی وو چې امانوئل ماکرون د اسرائیلو ملاتړی دی .
دامریکا ولسمشر په تیرې چهارشنبې ورځ له پراخو نړیوالو او سیمه ایزو مخالفتونو سره سره وویل واشنګټن قدس د صهیونیسټ رژیم د پلازمینې په توګه په رسمیت پیژندی .
هغه دغه راز دامریکا له خارجه وزارت وغوښتل له تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا دسفارت دانتقالیدا سریزې برابری کړی .
دامریکا د ولسمشر دغه اقدام په اسلامی نړۍ اروپا او حتی دامریکا په داخل کښې زیات اعتراضونه راپارول او خلکو دهغه دغه اقدام په کلکه وغاند .
بیت المقدس چې هلته د مسلمانانو لومړنۍ قبله ده د فلسطین نا جلاکیدونکی برخه ده او له دریو(۳) سپیڅلیو اسلامی ځایونو څخه یو(۱) ترټولومهم سپیڅلی ځای ګڼل کیږی .
بیت المقدس سپیڅلی ښار په مسلمانانو کښې ځانګړی مقام لری .
دغه سپییڅلی ښار له ۱۹۶۷ میلادی کال راهسې د اسرائیلو په نیواک کښې دی .
parstoday.com
captcha