IQNA

 د بیت المقدس په هکله د ټرمپ شیطانی نظر

11:01 - December 14, 2017
د خبر لمبر: 3480871
نړیواله ډله: تاریخ تکراریږی. دغه خبره شاید درسته وی؛ خو تاریخ نشو بدلولای. لیکن؛ د امریکی ؤلس مشر«ډونالد ټرمپ» د نړیوالو حقوقو او ژمنو په خلاف، نیواکی قدس د اسرائیلو د پایتخت په توګه وپیژاند، تر څو دنیا والو ته وښیې؛ چی کیدای شی تاریخ بدل کړو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، د سید حسن نصرالله؛ د درست قول له مخې، اوس د بالفور بیانیې له صادریدو څخه سل کاله وروسته، د هغې دویمه نسخه صادر شوې ده.
دا هماغه د تاریخ تکرار دئ، خو د قدس حقیقت ته بدلون ور نه کړی.  
د یوې نظریی په اساس؛ قدس ته د ټرمپ شیطانی کتنه، د دری اړخیز کړکیچ پیل دئ، چی امریکا به؛ د اوس حال په پرتله په لا ژور بحران کی ګیره کړی.
د دغه بحران او کړکیچ لمړئ اړخ، په منځنی ختیځ کی د روغې جوړې د خبرو اترو پروسی نابودل دی. یعنی د ټولو هغو پروګرامونو نابودول؛ چی د ټرمپ پلرونو هڅه کړې وه، د فلسطین په نیواکی سیمو کی، د دؤو دولتونو او دؤو پایتختونو په فارمول سره؛ په منځنی ختیځ کی د سولې د ټینګولو په چوکاټ کی، عملی او پلی کړی. که څه هم، د دغې ښکیلاکی طرحې له نابودیدو څخه به، د فلسطین ؤلس هیڅ زیان ونه وینی، بلکه اوس لا بیدار او هوښیار شوئ، او د فتنې جرړه پیژنی.
د اسرائیلو د پایتخت په توګه د قدس د  رسمیت پیژندنی له کبله، د امریکی دویم مشکل، د اسرائیلو د ګستاخیو او جنایتونو زیاتیدل دی، چی حتی ټرمپ به هم؛ د دغو سپیو د کنټرولولو توان ونه لری. خو دغه مشکل هم؛ د فلسطین او د اسلام نړۍ په ګټه دئ. ځکه چی د نیواکګر اسرائیل نابودې او زوال به؛ هماغه ډول چی داعش، د توانمنۍ د احساس او په سیمی باندی د سلطې په دوره کی تجربه کړه، لا ګړندئ شی.
لیکن؛ پدغې تاریکې لارې باندی د تلو له کبله؛ د امریکی دریم مشکل او ستونځه؛ د اسلام نړۍ د قهر او کرکې د اور بلول دی، چی د اسلام په خلاف یی، د جدی ګواښ په توګه د امریکی ماهیت لا څرګند کړ.
ټرمپ؛ په حقیقت کی، امریکا د نړیوالی کرکې او قهر په مقابل کی را وستله، چی د یو نیم میلیارډو مسلمانانو لمسول یی په ځان پسی لرلی دی، چی د ټولې نړۍ ۲۲ فیصده نفوس جوړوی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود، حضرت آیت الله العظمی خامنه ای، د اسلام د مبین دین د پیغمبر، محمد مصطفی ص د مبارک  میلاد، او د امام جعفر صادق د نیکمرغه ولادت په کالیزه کی د ایران د نظام د مسؤولانو او د اسلامی هیوادونو د سفیرانو او د اسلامی وحدت د کنفرانس د میلمنو په کتنه کی، د صهیونیسټی رژیم د پایتخت په توګه، د قدس اعلانول؛ د هغوی د ناتوانۍ او کمزورتیا له کبله وبلل، او ویی ویل: بیله شکه د اسلام نړۍ د دغې توطئی په وړاندی دریږی، او پدی کار سره صهیونیسټان لا ستر ګزار خوری، او بیله شکه به، ګران فلسطین آزاد شی. 
اسرائیل؛ په ۱۹۴۸ کال کی له رامنځته کیدو راهیسی، تل د دؤو هدفونو په لټه کی ؤو.
لمړنئ هدف؛ د نیواکګر توب په حال کی د مشروعیت لاسته راوړل دی، چی دغه هدف رښتنئ شوئ نه دئ، او هیڅکله به هم رښتنئ نه شی، ځکه چی د فلسطین مقاومت؛ د اسرائیلو مشروعیت له مشکل سره مخامخ کړئ دئ.
د دغه مقاومت نتیجه؛ دوه څرګند جریانونه دی:
لمړئ: له اسرائیلو څخه د ویریدنی پیکه کیدل او له منځه تلل دی؛ چی دا پخپله په سیمه کی د یاد رژیم د سیاستونو او پلانونو د پرمخ بیولو په وړاندی، مهم خنډ دئ. 
دویم: د هغو فلسطینی ځوانانو ډګر ته داخیلیدل دی؛ چی تیر وخت یی ندئ لیدلئ. خو د نیواکګرۍ په ضد مبارزو کی ګام ایښودلو ته حاضر دی.
امریکا؛ او د قدس نیواکګر رژیم باید وپوهیږی، چی په دا ډول نا روا اقداماتو سره، نه تاریخ بدلیږی او نه د قدس حقیقت پټیږی.  
parstoday.com

captcha