IQNA

په آلمان کې د «په قرآن کښې کریسمس» په عنوان د کتاب خپرونه

12:07 - December 15, 2017
د خبر لمبر: 3480873
نړیواله ډله: د آلمان کارل جوزف کوش لیکوال د «په قرآن کښې کریسمس» عنوان لاندې کتاب لیکلې چې په دغه کتاب کې ییی د حضرت عیسی علیه السلام زوکړه د قرآن کریم په رڼا کې څېړلي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مصر الدستور ورځپاڼې نه په نقل، «په قرآن کښې کریسمس» کتاب د اسلام او د مسیحیت دینونو اساسي مسئلو په اړه څېړنه کړي.
د دې کتاب په ۱۹۶ پاڼه باندې چې د دې کال په آذر میاشته کښې د آلمان خپروونې کتابتون جینګو له اړخه خپور شوي لیکوال د قرآن کریم او د عهد جدید متن کښې په تفصیل سره شننه او څېړنه کړي چې د دینونو ترمنځه د نوې خبرواترو نظر وړاندې کړي.
د جرمنی دا لیکوال، مسلمانان او مسیحیان تشویق کوي چې غور سره د ټول قرآن کریم او د انجیل قرائت وکړي او د کتاب په یوه برخه کښې د اسلام او د مسیحیت ترمنځه اړیکو ته تقویت وروکولو په اړه څېړنه کوي.
په دې کتاب کې د حضرت مریم سلام الله علیها او حضرت عیسی علیه السلام په اړه بحث کوي، بیمارانو ته شفا(د عیسی علیه السلام معجزهّ) او دا چې حضرت عیسی علیه السلام د حضرت مریم سلام الله علیها زوی دی نه چې د الله تعالی زوی.
د حضرت عیسی علیه السلام زوکړه د قرآن او د انجیل ترمنځه اختلافی مسئله ده، ځګه چې د مسیحیت عقیده ده، چې حضرت عیسی علیه السلام د الله زوی دی خو ولی قرآن کریم په صراحت سره دا عقیده کفر ګڼلي او د الله تعالی لپاره د زوی نظره یی رد کړي او حضرت عیسی علیه السلام یی اولوالعزم پیغمبر ګڼلي.
کریسمیس په مسحیت کښې جشن دی چې د حضرت عیسی علیه السلام د زوکړي ورځې لمانځلو په توګه پیل کېږي، د روم د کاتولیک او پروتستان مسیحیان د ډسمبر میاشتې په ۲۵ باندې جشن ترسره کوي او ډېر له ۲۴ په شپه دا جشن پیل کوي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3671844

captcha