IQNA

د افغانستان دعالمانو اتحاد د قدس شریف په اړه د ټرمپ وروستۍ فیصله په کلکه وغندله

16:19 - December 15, 2017
د خبر لمبر: 3480881
نړیواله ډله: که مسلمانان نور هم غفلت وکړی نو لیرې نده چی دښمنان په بیت ا... شریف او مدینه منوره هم د قبضې اعلان وکړی .

د افغانستان دعالمانو اتحاد د قدس شریف په اړه د ټرمپ وروستۍ فیصله په کلکه وغندلهقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران ریډیو نه په نقل، د افغانستان د عالمانو اتحاد په یوه بیانیه کې چی یوه نسخه یې مونږ ته هم رالیږلی ده ، پرون د مفتی محمود ذاکری په مشرۍ په یوه لویه غونډه کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ لخوا د اسراییلو رژیم د پلازمینې په توګه د قدس شریف اعلانول یو غیر قانونی نیواک وباله او ویې ویل چی د امریکا له دغه کار څخه څو خبری ثابیتږی .
۱:امریکایانو چی په افغانستان ، عراق او نورو اسلامی هیوادونو کسی کوم جنګ او جګړه پیل کړی او ورته دوام ورکوی ، دا ترهه ګرۍ پرضد جنګ ندې بلکې دا پخپله ترهه ګری او اسلام پرضد صلیبی جګړه ده .
۲:امریکایان نه یوازې د اسلام او مسلمانانو دښمنان دی او د اسلام د سپیڅلتیاو سپکاوې کوی بلکې له درستې نړۍ سره یې مقابله پیل کړی ده او نړیوالو قوانین تر پښو لاندې کوی او د ټرمپ په وروستی اقدام سره یې د ملګرو ملتو تړون او فیصلې سپکاوې هم وکړ .
۳:امریکایانو له ډیره وخته په اسلامی هیوادونو او حریم د قبضې عمل شروع کړی دی ، لکه عراق او افغانستان وغیره او د نبی مکرم (ص)، قران کریم او د کلمې طیبې توهین یې په کراتو کړی دی ځکه چی مسلمانانو د اسلامی هیوادونو د خلاصولو لپاره عمومی پاڅون ونکړ اونه یې د امریکایانو پرضد په افغانستان کی د روان جهاد ملاتړ وکړ نو ځکه اوس داسلامی مرکزونو نیول پیل شوی او که مسلمانان نور هم غفلت وکړی نو لیرې نده چی دښمنان په بیت ا... شریف او مدینه منوره هم د قبضې اعلان وکړی .
د افغانستان د عالمانو اتحاد په خپله نوموړی لویه غونډه کی همداراز ویلی دی چی مونږه د امریکا او اسراییلو دغه اعلان یوه نړیواله ترهه ګری او جنایت بولو او په کلکه یې غندو او هیله من یو چی دا اقدام به د دوی د تباهۍ او ځورتیا سبب شی . په نوموړی غونډه کی له درستو مسلمانانو ، عالمانو او واکوالانو غوښتل شوی دی چی د لومړنۍ قبلې بیت المقدس د نیواک ختمول د درست اسلامی امت دنده ده او باید ټول د خپل دین ، کتاب ، نبی مکرم ، مقدساتو او اسلامی مرکزونو دفاع وکړی او درست اسلامی هیوادونه د کفارو له نیواکه بیت المقدس ازاد کړی .
د افغانستان د عالمانو اتحاد د بیانیې په پاې کې د عالمانو دستخطتونه هم موجود دی .

captcha