IQNA

آل سعود رژیم په یمن کې د دوه لکه ۴۷ماشومانو د وژل کیدو عامل دی

10:28 - January 08, 2018
د خبر لمبر: 3480947
نړیواله ډله: سعودی عربستان همداراز د خوراکی موادو څه دپاسه پنځه اویا ګودامونه هم نابود کړی دی او په لکونو نور ماشومان د مرګ له خطرې سره لاس اوګریوان شوی دی .

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، المیادین ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ د لوړې سیاسی شورا او داللقاء المشترک ګوندونو ائیتلاف مسئولانو دسعودی ائیتلاف دجنایتونو په باب په ګډ خبری کنفرانس کې وئیلی دی ، دیمن دوه لکه اوه څلویښت زره ماشومان په دغه هیواد کې د ناوړه خواړو په علت قربانی شوی دی .
راپور ښئ دوی وئیلی سعودی عربستان همداراز د خوراکی موادو څه دپاسه پنځه اویا ګودامونه هم نابود کړی دی او په لکونو نور ماشومان د مرګ له خطرې سره لاس اوګریوان شوی دی .
د انصار ا... او لقاء المشترک ائیتلاف مسئولانو ټینګار کړی ، دیمن د مظلوم ولس قتل عام او هغه جنایتونه به چې آل سعود رژیم د امریکا، انګلستان اوصهونیست رژیم په ملاتړ سره کیږی ، بې ځوابه پاتې نشی او د دغه جنایتکار به حتما سزا شی .
د عربستان په مشرۍ د مرتجعو هیوادونو ائیتلاف چې دامریکا اوصهونیست رژیم بشپړ ملاتړ ورسره دی ، په تیرو څه دپاسه دوه نیمو کلونو کې ئې د یمن د بې وزله هیواد په لسګونو زره بې ګناه خلک په وینو کې لیت پیت کړی ، بیخ بینائی تاسیسات ئې په کنډوالو بدل کړی او په ملیونونو یمن وال ئې بې کوره کړی دی او د بشری حقوقو نړیوال مدعیانو پرې تر دې د مه ستر ګې پټې کړی دی .

http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i62897

captcha