IQNA

حزب ا...د فلسطین د مبارزو ډلو د دریځونو بشبړ ملاتړ ته دوام ورکوی

10:32 - January 08, 2018
د خبر لمبر: 3480948
نړیواله ډله: د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشی اسلامی او عربی هیوادونو اوملتونو دهغو ټولو هلو ځلو چې له نیواکګرو سره په مقابلې کې دفلسطین ملاتړ کوی هرکلی کړی دی .

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، فارس خبری آژانس راپورورکړ د فلسطین دفتح غورخنګ دمکرزی کمیتې یوه مسئول مقام عزام الاحمد دفرانسې له مونټ کارلو ریډیو سره په خبرو کې وئیلی دی ، دلبنان دحزب ا ...ولسی غورځنګ له عمومی منشی سید حسن نصر ا... سره ئې لیده کاته کړی ، چې هغه هم د فتح غورځنګ او د ولسی مبارزې پر ملاتړ ټینګار کړی او د فلسطینیو دریځونو څخه ئې چې له یوه بل سره موافقه کړې ، هم قدرونه اوستاینه کړې ده .
هغه وئیلی دلبنان دحزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشی اسلامی او عربی هیوادونو اوملتونو دهغو ټولو هلو ځلو چې له نیواکګرو سره په مقابلې کې دفلسطین ملاتړ کوی هرکلی کړی دی .
له دې مخکې هم عزام الاحمد له الیوم السباع خبری سایټ سره په خصوصی خبرو کې وئیلی وو چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوس دفلسطین ملی حکومت دمالی مرستو په غوڅولو ګواښلی دی ، خو باید پوه دې شی ، چې د نړۍ درستې شتمنۍ هم مونږ دمبارزې له دریځه مخ اړولو ته نشی اړ کولی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i62905

captcha