قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د بوستون ګلوب ورځپاڼې نه په نقل، دا نندارتون په کال ۲۰۰۹ اپریل میاشته کښې لومړي ځل د امریکا ایلینوی ولایت د بروین ښار په سالون کښې وړاندې شو او له هغه وخته په مختلفو سالونونو، کلیساوو، جوماتونو او په سراسر امریکا او کاناډا کښې ترې دعوت کېږي او نندارې ته وړاندې کېږي.
د دې روهینا ملک، نندارتون کوربه او لیکواله بوستون ګلوب سره مرکه کښې تاکید وکړو: په کومو حالاتو کښې چې ژوند کوو ډېر کم د عادي مسلمانانو په هکله اورو.
هغې زیاته کړه: مونږ هر وخت په رسنو کښې د مسلمانانو خلاف او منفي انځورونه وینو، هر فلم او ډرامې ته که سترګې واړه وو که یو شخصیت په کښې مسلمان دي نو یو عادي شخصیت نه دي، معمولا یا ترهګر دی، یا یو بد او جنایت کاره کس دی او غواړې چې یو چاودنه ترسره کړي. دا مسلمانه لیکواله، کوربه او لوبګره اوس په سیکاګو کښې مېشته ده، د سپټمبر میاشتې پېښي نه ورستو په ځانګړې توګه او د ځنې نورو مسلمانانو ښځو خلاف د نفرت او بریدونو نه ورستو د نندارتون لیکلو اقدام یی وکړو چې په دغه نفرت باندې نیوکه وکړي.
دا نندارتون په کال ۲۰۰۸ کښې لیکلې شوې او د مسلمانې ښځې له نظره زغم، کلتور او مینې داستان په کښې وړاندې شوې، په دې نندارتون کښې د امریکا او انګلیس ۵ مسلمانې ښځې د سپټمبر پېښي نه ورستو د په خپل ژوند کښې بدلون په اړخه وړاندې کوي.
مالک وایئ: د شیکاګو د نندارې په سالون کښې یو ځل د دې نندارتون وړاندې کولو نه پس یو ځوان چې د اوهایو اوسېدونکې وو د ځوانانو یوې ډلې سره دا نندارتون کتلو لپاره راغللو، د نندارتون نندارې نه ورستو دا ځوان په ژړا کښې زما خوا ته راغللو او وې ویل چې ما له مسلمانانو نفرت کولو او فکر به مې کولو چې دوې حجاب اخلې چې د ۱۱ سپټمبر په اړه خوشحالي او جشن وکړې، ډېر نادانه وم، ملامته یم.
هغې پر دې تاکید سره چې نه باید چپ کینو او باید د خپل توان پورې هڅه وکړو وویل: دا وخت زما لپاره خپل کار کولو او هغې ته ادامه ورکولو لپاره ډېر اثر لرونکې وو.
http://iqna.ir/fa/news/3679412