قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلام او آلمان(اوروپا) تلګرام چینل نه په نقل، تئودور بیبلیاندر له هغه کسانو شمېر کې راځې چې لومړي ځل یی د قرآن کریم ژباړه په الماني کې کړي، تئودور بیبلیاندر مسیحی الهي دان د سوئیس اوسېدونکې دی چې د دین اصلاح غورځنګ (Reformation) نه ورستو له دې سره شو.
هغه خپل تحصیلې دور کښې د مسیحي الهیاتو سره عبري او شرقي(منځني ختیځ ژبې) ژبې او همدارنګه ختیځ پوهې تعلیم هم ترلاسه کړو.
د اولریش تسوینگلی(Ulrich Zwinglis) پوهنتون کښې د دینی اصلاح غورځنګ نه او د سوئیسی کشیش له مرګ نه ورستو هرڅه تئودور بیبلیاندر ته سپارلې کېږي، خو ولی هلته چې سوئیس د یو بل پروتستانو معروف الهي دان ژان کالون فکر او نظر لاندې وي او تئودور بیبلیاندر د هغه د ډېرو نظرونو سره مخالفت لرلو په کال ۱۵۶۰ کښې پرې ښودو باندې مجبور شي او څلور کاله ورستو مړ شي.
دا مسیحي الهي دان د خپلې دندو په دور کښې د عهد جدید او همدارنګه د قرآن کریم ژباړه کوي او د انګلستانی کشیش رابرت فون کتون ژباړه تکمیل ته رسوي او په اخیر کښې د قرآن کریم دا ژباړه چې کامله ژباړه ده په کال ۱۵۴۳ کښې له سوئیس نه خپرېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3679807