IQNA

له سوریې او عراق وروسته به داعش چرته ځي؟

10:05 - January 09, 2018
د خبر لمبر: 3480954
نړیواله ډله: افغانستان حکومت په داسې حال کښې په خپل هیواد کښې د داعش د کمزوري کیدو ادعا کوي چې د جوزجان ولایتي شورا په دغه ولایت کښې د داعش لخوا د حکم د صادریدو او د کسانو د اخیستو خبر ورکوي.

له سوریې او عراق وروسته به داعش چرته ځي؟قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د افغانستان حکومت په داسې حال کښې په خپل هیواد کښې د داعش د کمزوري کیدو ادعا کوي چې د جوزجان ولایتي شورا په دغه ولایت کښې د داعش لخوا د حکم د صادریدو او د کسانو د اخیستو خبر ورکوي. د جوزجان د ولایتي شورا مشر بابر ایشچي پرون یوې غربي رسنۍ ته وویل چې په قوش تپه او درزاب ولسوالیو کښې د داعش تحرکات زیات شوي دي. هغه زیاته کړه: د هغو معلوماتو له مخې چې د داعش په اړه یې لري، دغه ډله په هره سیمه کښې خپل حکم چلوي او ځوانان ځانته ته دعوت کوي او له خلکو هم کلنګ اخلي.
د جوزجان د نورو ولایتي چارواکو په وینا تراوسه څه باندې درې زره کورنیو خپل کورونه پریښي او نورو ځایونو ته یې پناه وړې ده. دم ګړۍ داعش زیاتره د افغانستان د شمال په ننګرهار ولایت او د شمال په جوزجان ولایت کښې نفوذ او شتون لري.
امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز هم څه موده مخکښې د جوزجان د ځینو ځايي سرچینو په حواله لیکلي وو چې داعش په جوزجان کښې کسان په کار اخلي او دا ولایت د داعش د تولید په کارخانې بدل شوی دی. په عین حال کښې د جوزجان امنیتي مسئولان هم د افغانستان په شمال کښې د داعش د نفوذ په زیاتوالي باندې په داده کیدو سره وايي چې داعش ډلې کابو شل ورځې مخکښې درې سوه تنه عالمان او قومي مشران له ځانه سره بوتلل او ورڅخه یې وغوښتل چې د دغې ډلې په ګټه تبلیغ وکړي. د افغانستان په شمال کښې د ۲۰۹ شاهین قولِ اردو ویاند محمد حنیف رضايي هم وايي چې په جوزجان ولایت کښې بهرني ترهګر د داعش په لیکو کښې فعالیت کوي. دا په داسې حال کښې دي چې د افغانستان تیر ولسمشر حامد کرزي هم له یو بهرني ټي وي چینل سره په مرکه کښې په خپل هیواد کښې د داعش د نفوذ له زیاتیدو د اندیښنې په څرګندولو سره وویل: له تیرو درې، څلورو کالو راهیسې په افغانستان کښې داعش ترهګره ډلګۍ راپیدا شوې ده. هغه په افغانستان کښې د امریکې شتون ته په اشارې سره څرګنده کړه چې په افغانستان کښې د امریکې پوځي او استخباراتي شتون ته په پام سره چې د دې هیواد ځمکه او هوايي حریم تر کنټرول لاندې لري، دا پوښتنه ذهن ته راځي چې په افغانستان کښې د امریکې په شتون سره داعش څرنګه په دې هیواد کښې راپيدا شو او خپل نفوذ یې پراخ کړ؟ د کرزي په وینا، دا هغه پوښتنه ده چې امریکایان یې باید ځواب ورکړي.
ښاغلي کرزي همداشان د دې پوښتنې په ځواب کښې چې آیا تاسو شک لرئ چې ممکنه ده په افغانستان کښې موجودې بهرنی پوځي اډې د داعش ملاتړ او مرسته کوي؟ وویل: د شک ځاې نشته ځکه چې د داعش ډلې ترهګر په افغانستان کښې په پوځي چورلکو کښې له یوځاې نه بل ځاې ته وړل کیږي. هغه وویل چې په خپله یې له عیني شاهدانو او افغانانو سره خبرې کړې دي چې داعشیان په افغانستان کښې دننه په بهرنیو الوتکو او هیلي کوپټرونو کښې ځاې پرځاې کیږي.
باید ووایو چې د افغانستان د ولسي جرګې غړي حاجي ظاهر قدیر هم د دغې جرګې په څرګندو غونډو کښې په ځلونو اعتراف کړی چې داعشیان په افغانستان کښې د بهرنیو الوتکو او چورلکو په وسیله له یوځایه بل ځاې ته منتقلیږي او د داعش مشران د افغانستان له ځینو امنیتي کړیو او په کابل کښې له موجودو سفارتخانو سره تړاو لري، چې افغان حکومت هم تراوسه د حاجي ظاهر قدیر څرګندونو ته هیڅ قانع کونکی ځواب نه دی ورکړی.
همداشان د افغانستان په چارو کښې د روسیې استازي ضمیر کابلوف هم څه موده مخکښې ویلي وو چې په سوریې او عراق کښې ماته خوړلي ګڼ شمیر داعشیان افغانستان ته تښتیدلي دي. هغه په افغانستان کښې د داعشي ترهګرو شمیر لس زره تنه اعلان کړی دی. ضمیر کابلوف په افغانستان کښې د داعش د رامینځته کیدو اهدافو ته په اشارې سره هم ویلي دي: د مینځنی آسیا هیوادونو او د روسیې د سویلي پولو ناامنه کول د دې ترهګرې ډلګۍ ترټولو مهم هدف دی.
د ویلو ده چې د افغانستان په ولسي جرګه کښې د ننګرهار د استازي حاجي ظاهر قدیر په شمول د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کښې عیني شاهدانو په ځلونو د امریکايي ځواکونو لخوا د داعش په ګټه د طالب وسله والو د سنګرونو د بمباریدو خبر ورکړی دی.

captcha