IQNA

د ترکیه له اړخه د میانمار په پوله د بشر ملګرتیا مستند جوړول

22:20 - January 10, 2018
د خبر لمبر: 3480956
نړیواله ډله: د ترکیه بشر ملګرتیا مرسته رسوونکې سازمان(IHH) د میانمار او بنګلادېش په پوله د روهینګیا مسلمان کډوالو د حالاتو په اړه مستند جوړولو خبر ورکړي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آراکان خبرونو نه په نقل، احمد آرتورک، د ترکیه بشر ملګرتیا سازمان مشر د افیون ولایت په مرکه کښې په دې اړه وویل: دا مستند به د دې کال له آذر میاشتې د بنګلادېش او میانمار په پوله باندې جوړېږي.
هغه زیاته کړه: د ترکیه بشر ملګرتیا مرستیال سازمان سره تړلې ډلو، ۶۰ ګېنټې مخکښې د میانمار د مسلمانانو د ژوند او حالاتو نه په پوله یز سیمه کښې انځورونه اخیستلې چې په نتیجه کښې ترې د ۳۲ دقیقو یو مستند جوړ شوي دی.
آرتورک وویل: د دې مستند تولید کولو هدف، د روهینګیا مسلمانانو د سخت ژوند په انځورونو کښې وړاندې کول دی.
دا لنډ مستند د دی میاشتې له ۱۷ نه په ټولنیزه چینلو او انټرنیټ کښې خپور شوي.
وایئ: د تیر کال نوومبر میاشتې په اخیر کښې دا دواړه هیوادونه میانمار او بنګلادېش سره دا توافق کړي وو چې د روهینګیا مسلمانانو ستنېدل به د هغوي خپل هیواد ته له ۲۲جنوری نه شورو کېږي.
همدارنګه د اسلامی همکارۍ سازمان بشري حقوق دائم کمیسون له نړیواله ټولنې په کلي توګه او د اسلامی همکارۍ سازمان غړې هیوادونو نه په ځانګړې توګه غوښتنه کړي چې د میانمار په حکومت باندې زور راوړي چې دغه هیواد د روهینګیا مسلمانانو سره نړیواله بشري حقوقو رعایت وکړي.
د راپور پر اساس چې د نړیواله سازمان له اړخه بې سرحده خپور شوی، د ۳ شهریور میاشتې نه تر ۲ مهر میاشتې پورې د روهینګیا مسلمانانو نه تقریباْ ۹ زره کسان وژلې شوي.
http://iqna.ir/fa/news/3680132
 
captcha