قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای پرون سحر د قم د زرګونو خلقو په کتنه کښې په وروستیو ورځو کښې د ملت په موقع او منسجم ستر او له ولولې ډک خوزښت په ستائېنې او قدرونې سره د ایران د ملت په خلاف د دښمنانو د ټولو دښمنیو او دسیسو ریښه او وجه اسلامی انقلاب وبلۀ او تاکید یې وکړ په دغو څلوېښتو کلونو کشې د دښمن ټول ناکامه حرکات په حقیقت کښې په انقلاب باندې حمله ده، ځکه چې انقلاب د دښمن د سیاسی شتون جرړې ووېستې
د پاکستان اېکسپرېس ټریبیون ورځپاڼې په دې اړه په یو خبر کښې ولیکل: آیت ا... علی خامنه ای وویل: د ایران ملت امریکې، برطانیې او هغو کسانو ته چې د ایران د اسلامی جمهوریت نسکورول غواړی دوباره اعلان کوی چې تاسو په خپلو دسیسو کښې ماتې خوړلې ده او اوس هم ماتې خورئ.
د پاکستان رېډیو هم په دې په یو خبر کښې وویل: آیت ا... خامنه ای په خپله وېنا کښې وویل:بهرنیو دښمنانو د اسلامی نظام په خلاف په خپلو اقداماتو او دسیسو کښې ماتې خوړلې ده.
د پاکستان چاپ بېزنېس رکورډر هم په دې باره کښې په یو خبر کښې ولیکل: د ایران ستر رهبر د دښمن د دسیسو په خلاف د خلقو ستر غورځنګ وستائیۀ او د دغه نظام په خلاف د مظاهرو د تحریکولو او برابرولو په اړه امریکې او صهیونېسټ رژیم ته خبردارے ورکړ.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i63133