IQNA

د خارطوم جایزه سره د «په قرآن کریم کښې فکر» کانفرانسونه

11:34 - January 14, 2018
د خبر لمبر: 3480967
نړیواله ډله: د خارطوم قرآن کریم نړیواله جایزې نهمې دورې سره د سوډان قرآن کریم ټولنې، د دغه هیواد په مختلفو ولایتونو کښې د «د قرآن کریم په معنا کښې فکر» موضوع لاندې د کانفرانسو پيل کولو اقدام کړي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «furqan.sd» ویبپاڼې نه په نقل، د سوډان قرآن کرم ټولنې د خارطوم قرآن کریم نړیواله جایزه نهمې دوره سره د قرآن کریم مختلف پروګرامونه د قرآن کریم او تبلیغاتي مرکزونو همکارۍ سره د دغه هیواد په مختلفو ولایتونو کښې پیل کوي.
په دې کانفرانس کښې یو شمېر عالمان، ممتازه او د قرآن کریم په معنا کښې فکر په موضوع کښې قرآنی فعالیت کوونکې او همدارنګه د خارطوم قرآن کریم نړیواله جایزه په مقابله کښې تقریر کوونکې شامل دی.
د سوډان قرآن کریم ټولنې رسنۍ مشر معاذ فاتح، په دې اړه وویل: د دې مقابلو رسنیو پوښښ له تېرو کالو په نسبت دې ځل وده لرله.
هغه زیاته کړه: د سوډان قرآن کریم ټولنه د مقابلو پیل کوونکې مرکز په توګه په مقابلو کښې د سوډانی کورنو پراخې شتون شاهد دی چې له مقابله کوونکو ته یی جدیت سره هرکلی وکړو.
په سوډان کښې د قرآن کریم نړیواله مقابلو نهمه دوره چې په خرطوم نوم سره یادېږي د دی میاشتې له ۱۷ نه د «د سوډان اهل قرآن نه هرکلی» شعار سره او د سوډان ولسمشر عمر حسن احمد بشیر په حمایت سره شورو شوې او تر ۲۳ دی میاشتې ادامه لري.
د دې مقابلو د داورانو کمېټه له سوډان، عربستان، قطر او امارات نه دي.
د ایران له اړخه په دې مقابلو کښې به محمد رسول تکبیری ګډون کوي چې په ۱۹ دی میاشتې باندې خپل مقدماتي مرحله ترسره کړه.
http://iqna.ir/fa/news/3681209
captcha