IQNA

د افغانستان استازیو د داعش په فعالیتونو اندیښنه وښودله

9:55 - January 17, 2018
د خبر لمبر: 3480976
نړیواله ډله: امریکا او انګلستان غواړي چې دداعش ډلې فعالیتونه ټول افغانستان او د مرکزي اسیا هیوادونو ته پراخ کړي .

د افغانستان استازیو د داعش په فعالیتونو اندیښنه وښودلهقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دافغانستان د پارلمان دوو(۲) استازیو غلام محی الدین منصف او محمد حسن هوتک پرون د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کښې دداعش ترهګرې ډلې په ګټه دتبلیغاتو او د پمفلیټونو خپریدا ته په غبرګون کښې وویل امنیتی ځواکونه باید ددغو کارونو مخه ونیسی .
له دې مخکې هم د افغانستان په ننګرهار ، غزنی ، لوګر او خوست ولایتونو کښې هم دداعش ترهګرې ډلې لخوا تبلیغاتی پاڼې او پمفلیټونه خپاره شوی وو .
د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمیر غړیو او د ننګرهار ولایتی شورا خبرداری ورکړی دی که چیرې په ځینو سیمو کښې دداعش ډلې له فعالیت سره مقابله ونشی نو ددغه ډلې فعالیتونه به کابل او ختیځو ولایتونو ته خپاره شی .
امریکا او انګلستان اوس دسعودی عربستان او دافغانستان دځینو استخباراتی کړیو په وسیله غواړی چې دداعش ډلې فعالیتونه ټول افغانستان او د مرکزی اسیا هیوادونو ته پراخ کړی چې د روسیې او دچین لپاره امنیتی مشکلات رامینځته کړی .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i63561

captcha