IQNA

ملګری ملتونه د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړوی

9:57 - January 17, 2018
د خبر لمبر: 3480977
نړیواله ډله: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راغلی پلاوی د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې له یو لړ اسنادو او شواهدو سره بیرته امریکا ته ولاړ.

ملګری ملتونه د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړویقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، ټاکل شوې په نږدې راتلونکی کې د قزاقستان په نوښت چې دا مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره‌یی مشری کوی د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړه کړی.
د افغانستان دباندنیو چارو د وزارت اداری مرستیال نصیر احمد اندېشه وویل د غونډې اصلی هدف د افغانستان د سولې پروسې او د سیمه‌ییزو اقتصادی ملګرتیاو په اړه بحثونه دی.
هغه وویل د دغې غونډې زیات تمرکز به پر سیمه‌ییزې اقتصادی همکاریو باندې وی، یعنې په ټول کښې د مرکزی اسیا هیوادونه څنګه کولای شی، د افغانستان د سولې او په اقتصادی پروسو کې همکاری وکړی، زه فکر کوم چې دا یوه (1) لویه لاسته راوړنه ده.
که څه هم ښاغلی اندېشه د ځانګړې غونډې د جوړېدو دقیقه نیـټه نه ښیی ، خو د یو شمیر راپورونو له مخې ټاکل شوې دغه غونډه څلور ورځې وروسته وشی .
دا غونډه داسې مهال جوړېږی چې د روانې اوونۍ په پیل کښې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو(۱) لوړپوړی پلاوی په ملګرو ملتونو کښې د قزاقستان د سفیر او د یاد سازمان د امنیت شورا د پړاویز مشر غیرت عمروف په مشرۍ کابل ته راغلی وو.
د افغانستان حکومت وایی، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راغلی پلاوی د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لاسوهنې له یو لړ اسنادو او شواهدو سره بیرته امریکا ته ولاړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایی، د افغان حکومت د فعالې ډیپلوماسۍ له امله د ملګرو ملتونو امنیت شورا ټول غړی هېوادونه د افغانستان په مسئله کې یو نظر دی.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i63579

captcha