IQNA

دسوریې پوځ له ترهګرو څو کلی ازاد کړل

10:08 - January 17, 2018
د خبر لمبر: 3480981
نړیواله ډله: وسله والو ډلو هم د دمشق په خوا کښې په ضاحیه الاسد سیمې د هوانونو ډزې وکړې .

دسوریې پوځ له ترهګرو څو کلی ازاد کړلقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، مهر خبری اژانس وایی د سوریې پوځ او دهغوې متحدانو په شمال کښې دحلب دجنوب په خوا کښې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړ او دوه(۲) نور کلی یې ازاد کړل .
د سوریې عسکرو په یو لړ عملیاتو کښې د حلب دجنوب په خوا کښې د تل الضمان(Tell Al Daman) ښارګی په لویدیځ کښې تل ماسح(Tall Masih) او ماسح دوه(۲) کلی دترهګرو له نیواک څخه ازاد کړل .
د سوریې عسکرو پرون دحلب په خوا کښې د عوینات کبیره ، د عوینات صغیره او د الرحمیه کلیو کنټرول هم په لاس کښې واخیست .
د سوریې پوځ څلورویشت(۲۴) کسان چې وسله والو کسانو ددمشق په غوطه شرقی کښې تښتولی وو ازاد کړل .
د سوریې عسکرو په ریف دمشق ولایت کښې په حرستان چورلیز کښې هم د وسله والو ترهګرو په مرکزونو ډزې وکړې .
وسله والو ډلو هم د دمشق په خوا کښې په ضاحیه الاسد سیمې د هوانونو ډزې وکړې .
په سوریې کښې له وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرو ډلوسره زیاتې مالی ، پوځی او استخباراتی مرستې سعودی عربستان ، متحده عربی امارات ، اردن ، اسرائیل ، امریکا، انګلستان، فرانسه ، کویت ، بحرین ، ترکیه او قطر وغیره کوی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i63571

captcha