IQNA

ښوونځیو کښې د قرآن کریم تعلیم لپاره د هندی وزیر وړاندیز

11:39 - January 20, 2018
د خبر لمبر: 3480985
نړیواله ډله: د هند ماشومانو او ښځو چارو وزیر مانکا ګاندی، وړاندیز وړاندې کړی چې په ښوونځیو کښې د مختلفو دینونو مقدس کتابونو سره د اسلام مقدس کتاب په ښوونځو تدریس شي چې د دینونو په اړه غلط تصورات له ماشوم والی نه د ماشوم په ذهن کښې پیدا نشي.
ښوونځیو کښې د قرآن کریم تعلیم لپاره د هندی وزیر وړاندیزقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د هندوستان ټایمز نه په نقل، ګاندی وویل: د ښوونځو ماشومان باید د نړۍ شپږو لویو دینونو مقدس کتابونو لکه قرآن کریم او انجیل سره اشنا شي چې دې سره د هغوي لپاره د مختلفو دینونو په اړه غلط تصور نه ساتلو زمینه چمتو شي.
دې هندی وزیر زیاته کړه: په دې ورځو کې ډېری مذهبي تاوتریخوالی شتون لري، د دغې یو علت یی دا دې چې ماشومان له یو بل دینونو نه خبر نه دی او دا رنګه دا د نفرت سبب او د ستونزو پیدا کولو سبب ګرځې.
ګاندی غواړې چې د انساني منابع او پرمختګ وزارت نه وغواړې چې څه دارنګه ترتیب جوړ کړي چې په اونۍ کښې لږترلږه یو کلاس د نړۍ شپږو لویو دینونو د مقدسو کتابونو په اړه پیل شي.
د هند ماشومانو او ښځو چارو وزیر وویل: له مونږه څو کسانو خپل دینی کتابونه لوستلې دې؟ ما قرآن لوستلې، له مونږه څو کسانو ته پته ده چې حضرت محمد صلی الله علیه و آله د جنګ جګړې مخالف وو؟ زمونږ په وخت کښې به د اخلاقو درس ورکړي کېدو خو ولی اوس هغه درس هم نه وړاندې کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3682919
captcha