IQNA

د انګلیستان ویبپاڼې لیکلې:

د بی بی سی فلم، په لندن کښې جومات باندې د برید اصلی محرک

20:07 - January 26, 2018
د خبر لمبر: 3481000
نړیواله ډله: د سږ کال د رمضان په میاشته کښې د لندن پارک سره نږدې په جومات کښې په لمونځ کوونکو باندې برید کړی وو چې د بی بی سی د یو فلم تاثیر لاندې او د اسلام فویبیا تبلیغاتو له کبله دغه برید پیل شوي وو.
د بی بی سی فلم، په لندن کښې جومات باندې د برید اصلی محرکقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د IBTimes خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د دغه د دې قضیې په اورېدلو غونډه کې اعلان شوې چې د اسلام په خلاف تبلیغات او د بی بی سی له اړخه د راچدیل په ښار کښې د یو تیري کوونکې ډلو په اړه «درې نجونې» نومی فلم خپرول د مسلمانانو خلاف د دارن اوزبورن تحریک کولو او په جومات باندې د حملې سبب ښودلې دي.
د دې عوامل تاثیر لاندې دا ۴۸ کلنه کس اراده کوې چې تر خپل توانه به یو شمېر زیات مسلمانان قتل کوي.
هغه د ۲۸ خرداد شپه باندې د فینز بری پارک جومات په لمونځ کوونکو برید کوي او تراوسه د مکرم علی د قتل او د ۹ نورو لمونځ کوونکو قتل باندې تورن دي.
سارا اندروز، د هغه ښځې په عدالت کښې ویلې دی چې هغه د دغه فلم او د اسلام خلاف تبلیغاتو تاثیر لاندې راغلې دي.
هغې وویل: اوزبورن یو شرابی سړې وو او چلند یی نه منلو وړ لري هغه له لسګونو ورځو نه بې کاره دې او روانې ستونزه لري.
اندروز وویل: د دې برید نه څو اونۍ وړاندې اوزبورن د بې ارزښتۍ احساس سره څه کوله چې ځان مړ کړي.
عدالت د هغه دې قضیې په اړه تاکید کړي چې د اوربورن خبرې او چلند په جومات د برید نه مخکې او د برید په وخت څرګنده وې چې هغه سخت نفرت لرلو او د ترهګر اقدام یی پیل کړي او دا اقدام یی حکومت او مسلمانان وېرولې او پر دواړو یی اثر کړي.
اوزبورن د برید نه ورستو د امام جماعت له اړخه د سخت غصه خلکو له وړاندې ساتنې سره پولیس ته تحویل ورکړي.
د اوزبورن محاکمه همدارنګه ادامه لري.
http://iqna.ir/fa/news/3684572
captcha