قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Pakistan Today نه په نقل، د پاکستان خیبر پښتونخوا ولایت د چترال ښار محمد امین تقریباْ ۹ میاشتې مخکې د پولیسو له اړخه د قرآن کریم سپکاوې کولو تور باندې نیولې شوي وو.
په اخیره کښې له بندیزه څو میاشتې ورستو، د خیبر پښتونخوا ملاکنډ سیمه کښې د ترهګرو سره په مقابله عدالت هغه په عمر حبس محکوم کولو سره د پاکستانی درې سوه زره روپۍ جریمه یی هم کړو.
د پاکستان د قانون په رڼا کښې د دینی مقدساتو سپکاوې او یا د مذهبی القاب نه ناوړه استفاده، د قرآن کریم سپکاوې، د مذهبی احساساتو سپکاوې او د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله په اړه د سپکاوې الفاظو سره اشاره سخت جرم ګڼلې شي او سخته سزا ورکړي کېږي.