IQNA

سعودی عربستان په یمن حملو ته دوام ورکړی

0:01 - February 13, 2018
د خبر لمبر: 3481042
نړیواله ډله: د سعودی عربستان تیریګرو جنګی الوتکو پرون په یمن کې د الجوف ، حدیده او صعده ولایتونو په بیلابیلو سیمو دولس(۱۲) ځله بمبارۍ وکړې

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د سعودی عربستان تیریګرو جنګی الوتکو پرون په الجوف ولایت کې په المهاشمه سیمې پینځه(۵) ځله او په صعده سرحدی ولایت کې په الظاهر ولسوالۍ شپږ(۶) ځله بمباریانې وکړې .
د سعودی عربستان تیریګرو جنګی الوتکو دغه راز دیمن دلویدیځ په ساحل کې هم په الحدیده هوایی ډګر یو(۱) ځل بمبارې وکړې .
د یمن ولسی کمیټیو او پوځ هم په څو عملیات کې د بهرنیو ګوډاګیانو په مورچو ډزې وکړې .
د جیزان په خوا کې په الخوبه سیمه کې د یمن د ولسی کمیټیو په ډزو کې د سعودی عربستان یو(۱) پوځی لګیدلی .
د یمن پوځ او ولسی کمیټیو دغه راز په جیزان کې په ضهیا پوځی اډې کې د سعودی عربستان د عسکرو په مرکزونو څو کاتیوشا راکټونه وویشتل .
د سعودی عربستان دعسیر ښار په الربوعه سیمه کې د بهرنیو ګوډاګیانو او دسعودی عربستان دعسکرو په مرکزونو هم د یمن د ولسی کمیټیو او د پوځ د توپونو ډزې وشوې .
د یمن پوځ او ولسی کمیټیو پرون دیمن په جنوب لویدیځ کې د سعودی عربستان د پاټریوټ د توغندیو سیسټم چې امریکا ورکړی دی تباه کړ .
http://parstoday.com/ps/news/world-i65345

captcha