قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا پېښه پرون د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي ، پېښه پرون غرمه مهال د ګرشک ولسوالۍ د ترابي هوټل پوسته کې د دري نفوذي کسانو لخوا رامنځته شوې چې د يوه قوماندان په ګډون يې ۱۶ کسان وژلي او ورسره ټول مهمات يې ترې وړې دي.
دولتي سرچينو تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i65361